لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدراوباما وائي دداعش دتباه کولوجګړه کې متفق يو


 اوباما رياض کې دولت اسلاميه لپاره د”داعش“ لفظ وکارولو اؤ وې وئيل چې ” دداعش دتباه کولو جګړه کې مونږ ټولو يوموټى يو“
اوباما رياض کې دولت اسلاميه لپاره د”داعش“ لفظ وکارولو اؤ وې وئيل چې ” دداعش دتباه کولو جګړه کې مونږ ټولو يوموټى يو“

صدر اوباما وئيلى دى چې امريکا اؤ دخليجي هيوادونو مشران مينځني ختيز کې دداعش ډلې تباه کولو اؤ دسيمې دثبات دهڅو په اړه يوموټى دي.

اوباما رياض کې دولت اسلاميه لپاره دداعش لفظ وکارولو اؤ وې وئيل چې دداعش دتباه کولو جګړه کې مونږ ټولو يوموټى يو

هغه وويل دخليج مرستندويه کونسل( جي سي سي) غړي دداعش په ضد جګړه کې اؤ کوم ائتلاف چې مونږ جوړکړى، دهغې لپاره به خپلو ورکړو کې اضافه دوامداره ساتي

دخليج مرستندويه کونسل شپږ ملکي سرمشريزې غونډې ته دوينا په مهال صداوباما دسيمې خپلو ملګرو اؤايتلافيانو په ضد دخطرو مخنيوي لړ کې امريکائي ژمنه تکرار کړه.

اوباما وويل په مجموعي توګه دګډ امنيت په معامله اؤ ديو بل دمرستې په اړه زمونږ ترمينځ په کثرت سره درايې اتفاق موجود دى، دترهه ګرۍ په ضد جګړه کې داستخباراتي معلوماتو راکړه ورکړه ارزښت لري

امريکا اؤ خليج مرستندويه کونسل دې خبرې سره اتفاق وکړو چې شام کې دسياسي هواري ضرورت دى.

اوباما وويل دغونډې برخه والو دې خبرې سره اتفاق کړى چې دشام دخانه جنګۍ دخاتمې يواځينۍ طريقه دا ده چې يو موقتي حکومت دې جوړ کړى شي اؤ دصدربشارالاسد څخه دې ځانونه لرې وساتل شي.

دامريکا اؤ خليج مرستندويه تنظيم دمشرانو ترمينځ چې په کومه معامله تاؤتريخوالى موجود دى هغه دايران ده ، دصدر اوباما په قول هغوي ته دايران دپاريدونکو ګامونو مخنيوي لپاره دګډې مرستې اؤ په دې درايې داتفاق اړتيا ده.

هغه وويل چې دايران اؤ شپږو نړيوالو طاقتونو ترمينځ دترسره شوې لوظنامې سره دايران له اړخه دجوهري وسلو دجوړولو ټولې لارې بندې شوي دي.

دسعودي عرب ترمينځ دکونسل نورو غړو کې کويت، متحده عرب امارات، قطر، بحرين اؤ اومان شامل دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG