لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چين افغانستان سره ژورو عسکري اړيکو ته ليواله

 دخبري ادارې روئيټرز ترمخه دچين ددفاع وزارت وئيلي دي چې دچين دوسله والو پوځونو دکنټرول کوونکي مرکزي عسکري کميشن يو غړي فينګ فينګوئي دافغانستان دصدر دقومي سلامتۍ مشاور حنيف اتمر ته وئيلي دي چې ددواړو هيوادونو دوسله والو پوځونو ترمينځ اړيکې تل غوره پاتې شوي دي.

دچين يو لوړپوړي چارواکي دافغانستان دصدر دقومي سلامتۍ مشاور ته وئيلي هغوي افغانستان سره ژورو عسکري اړيکو ته ليواله دي.

دخبري ادارې روئيټرز ترمخه دچين ددفاع وزارت وئيلي دي چې دچين دوسله والو پوځونو دکنټرول کوونکي مرکزي عسکري کميشن يو غړي فينګ فينګوئي دافغانستان دصدر دقومي سلامتۍ مشاور حنيف اتمر ته وئيلي دي چې ددواړو هيوادونو دوسله والو پوځونو ترمينځ اړيکې تل غوره پاتې شوي دي.

دفينګ په اړه دچين ددفاع وزارت وائي چين(افغانستان سره) دترهه ګرۍ په ضد استخباراتي مرسته،ګډ مشقونه، دعسکرو تربيه اؤ نورو څانګو کې عملي مرسته کول غواړي.

چين پاکستان اؤ امريکا سره په ګډه دطالبانو افغانستان کې دافغان حکومت په ضد دروانې ١٥ کلنې جګړې دخاتمې اؤدهغوي دمذاکراتو ميز ته راوستو لپاره هلې ځلې کوي خو تيره مياشت طالبانو امن مذاکراتو کې دبرخې اخستو څخه انکار اؤ دافغان حکومت په ضد يې دعمري په نوم دسپرلي دروايتې جګړې اعلان کړى.

دامريکا په مشرۍ دناټو مشن دکال ٢٠١٤م په پاې کې افغانستان کې دجنګي کارروائيو داودرولو اعلان کړى ؤ اؤ دغه هيواد څخه يې خپل زياتره عسکر ويستلي،چين وائي ددغو عسکرو دوتلو څخه وروستو (افغانستان کې) دهغوي دخلا دپوره کولو هڅه نۀ کوي.

چين دخپلې لرې پرتې لويديزې سيمې ژنګ ژانګ کې دموجودو جنګيالو سره دافغانستان،پاکستان اؤ مينځنۍ ايشياء څخه دطالبانو اؤ نورو ډلو دمرستې په اړه انديښنې لري.

دافغانستان اؤ پاکستان څوک چې چين سره پخپلې اوږدمهاله ملګرتيا وياړکوي، ترمينځ تيرو وختونو کې اړيکې دبې باورۍ ښکار پاتې شوي دي.

دڅو کلونو راهسې افغان مشرانو پرله پسې تور لګولى چې پاکستان طالب جنګيالو ته پناه ورکوي اؤ په پټه دهغوي دهلو ځلو ملاتړ کوي.

خو دطالبانو لخوا دکابل حکومت په ضد اعلان شوې دسپرلي روايتې جګړې سره په دې اړه پوښتنې راولاړې شوي چې اسلام اباد په طالبانو ترڅومره حده اثرورسوخ لري؟

دچين ددفاع دوزارت ترمخه حنيف اتمر دچين چارواکي فينګ ته وئيلي دي چې افغانستان چين سره دترهه ګرۍ په ضد کار کولو غواړي اؤ ورته يې دايسټ ترکستان موومنټ په نوم دډلې په ضد دافغانستان دکردار سپيناوى کړى، دغه ډله چين ژنګ ژانګ سيمه کې دتشدد ذمه واره ګرځوي.

دچين دسرکاري خبري ادارې ژنهوا وينا ده چې اتمر دچين دکورني امنيت دمشر مينګ جيانژهو سره هم ليدنه کړې اؤ ورسره يې دترهه ګرۍ دمخنيوي په اړه خبرې اترې کړي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG