لاس رسیدونکی لینک

داعش به ناکامه کيږي، د عرب ځوانانو سروی رپورټ


په عربو کې پينځه کاله وړاندې راولاړېدونکو پاڅونونو  نه وروستو په سروی رپورټ کې شاملو زياتره کسانو په سيمه کې د ثبات دپاره د جمهوريت لاره غوره بللې ده .

يوه تازه سروی کې معلومه شوې ده چې زياتره عرب ځوانانو د داعش ډلې تُندروه عقيده رد کړې ده .

دغه سروی چې د (ای اېس ډي ای) په نامه يوې ټولنې کړې ده پکې د ۱۸ کالو نه تر د ۲۴ کالو پورې ۷۷فيصده عرب ځوانان د داعش په توان زياتېدو اندېښمن دي . او د زياترو وينا ده چې داعش به په رياست جوړولو کې ناکامه وي .

په سروی کې شاملو زياتره ځوانانو وئيلي دي چې ځوانانو ته د روزګار نه مېلاوېدل په داعش کې د شاميليدو مهم علت دی . ولې په څلورو کې يو وئيلي دي چې دغه خبره يې د سوچ نه بره ده چې په کومه ډله کې به ولې څوک شاميليږي .

په عربو کې پينځه کاله وړاندې راولاړېدونکو پاڅونونو نه وروستو په سروی رپورټ کې شاملو زياتره کسانو په سيمه کې د ثبات دپاره د جمهوريت لاره غوره بللې ده .

په سروی کې يواځې ۳۶ فيصده ګډون وال ګڼي چې د عرب اسپرنګ نه وروستو په عرب ملکونو کې ښه والی راغلی دی . او په کال ۲۰۱۲م کې ۷۲ فيصده ځوانانو د دې تحريک په اړه مثبت سوچ درلود .

په دې سروی کې مصر يواځينی ملک دی چرته چې زياتره خلک اوس هم په دې خيال دي چې د عرب اسپرنګ نه وروستو د دويې ژوند ښه شوی دی .

د دې نه علاوه د ايران سره د نړۍ د غټو طاقتونو د تړون او په شام کې روانه شخړه باندې بيلابيل نظرونه ښکاره کړی شوي دي .

په سروی کې دا هم معلومه شوې ده چې ځوانان د شخص ازادۍ، بشري حقونو او په ځانګړې د ښځو د حقونو غوښتنه کوي . سروی دا هم ښايي چې سعودي عرب، متحده عرب امارات او امريکا په سيمه کې د سر اتحاديان ګڼل کيږي .

د اته کليزې (ای ايس ډي ای) برون مارسلر په دې سروی کې په ۱۶ عرب ملکونو کې د ۳۵۰۰۰ ځوانانو مخامخ رايې معلومه کړی شوې ده . په شام کې د کړکېچ له امله دغه هېواد په سروی کې نه دی شامل کړی شوی .

او په سروی کې ځوانانو هلکانو او پېغلو ته يو شان موقع ورکړی شوې او هغوې پکې شامل کړی شوي دي .

XS
SM
MD
LG