لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هيلري اؤټرمپ دنيويارک پرائمري انتخاباتو کې کامياب

 دامريکائي ميډيا ترمخه دصدارتي کانديد دنامزدګۍ لړ کې امريکائي رياست نيويارک کې دترسره شوؤ انتخاباتو څخه وروستو که هر څو دنتيجو دراتګ لړۍ روانه ده خو ټرمپ پخپلو مخالفو کانديدانو ټيډ کروز اؤ جان کيسچ واضحه برتري ترلاسه کړې ده.

ارب پتي کاروباري شخصيت ډولنډ ټرمپ اؤ دامريکا پخوانۍ خارجه وزيرې هيلري کلنټن دنهې په ورځ شمال ختيز امريکائي رياست نيويارک کې ترسره شوؤ پرائمري صدارتي انتخاباتو کې په کاميابۍ ترلاسه کولو سره دريپبلکن اؤ ډيموکريټس له لوري دصدارتي کانديدانو دغوڅې نامزدګۍ لپاره خپل ځانونه نور هم مضبوط کړي دي.

دامريکائي ميډيا ترمخه دصدارتي کانديد دنامزدګۍ لړ کې امريکائي رياست نيويارک کې دترسره شوؤ انتخاباتو څخه وروستو که هر څو دنتيجو دراتګ لړۍ روانه ده خو ټرمپ پخپلو مخالفو کانديدانو ټيډ کروز اؤ جان کيسچ واضحه برتري ترلاسه کړې ده.

دريپبلکن ګوند نامزدګۍ ترلاسه کولو ته ليواله ټرمپ ٦٠ فيصده ووټونه ترلاسه کړي اؤ دهغه مخالفو کانديدانو داوهائيو ګورنر جان کيسچ ٢٥ اؤ دټيکساس څخه سينيټر ټيډ کروز ١٥ فيصده ووټونه ترلاسه کړي دي.

دډيموکريټ هيلري کلنټن ٥٧ فيصده اؤ دهغې مخالف کانديد ورمونټ څخه سينيټر برني سينډرز ٤٢ فيصده ووټونه ترلاسه کړي دي.

نومبر کې دترسره کيدونکو صدارتي انتخاباتو څخه دمخه داستازو دملاتړ ترلاسه کولو مقابله کې هم ټرمپ اؤ کلنټن دخپلو مخالفو کانديدانو څخه وړاندې دي.

ټرمپ دنيويارک دټولو ٩٥ؤ ريپبلکن استازو دملاتړ ترلاسه کولو جوګه شوى اؤ ورته به په مجموعي توګه د٨٣٥ استازو ملاتړ ترلاسه شي اؤ دهغه دمخالف ټيډ کروز دپلوي استازو شميره ٥٥٩ ده اؤ کيسچ ته يواځې د١٥٠ؤ استازو ملاتړ ترلاسه شوى.

دريپبلکن دصدارتي کانديد دنامزدګۍ ترلاسه کولو لپاره کانديد ته د ١٢٣٧ؤ استازو ملاتړ ترلاسه کول ضروري وي.

دګټې څخه وروستو ډونلډ ټرمپ دخپلو پلويانو مننه ادا کړې ده.

هيلري کلنټن دخپل ګوند دنامزدګۍ ترلاسه کولو لپاره په تُندۍ سره دکاميابۍ په لوري روانه ده اؤ نيويارک کې دګټې څخه وروستو به دهغې دپلوي استازو شميره 1900 ته ورسيږي اؤ دهغې مخالف برني سينډرز ته تراوسه د1185 استازو ملاتړ ترلاسه دى.

دډيموکريټک ګوند دغوڅې نامزدګۍ لپاره کانديد ته د2383 استازو ملاتړ پکار وي.

په عين حال کې دنيويارک ښار چارواکي دنهې په ورځ ترسره شوؤ پرائمري انتخاباتو کې په بې ضابطګيو دبورډ اف اليکشنز څخه ځواب غواړي.

شکايتونو کې په ځينو مقاماتو دووټ اچولو دمشينونو دسکرينونو دماتيدو، په ځينو پولنګ سټيشنو دووټنګ دعمل په ځنډ سره دپيل کيدو اؤ دزرګونو خلکو دنومونو دووټر لسټ څخه ويستل کيدل شامل دي.

خو هيله څرګندولى شي چې که چرې دنهې په ورځ دمخې ته راغلو دغو شکايتونو په انتخاباتو کوم اثر هم وشي نو بيا به هم نتيجې زياتې نۀ اغيزمنې کيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG