لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

برازيل: د صدر د مواخذې تحريک په پارلمان کې منظور شوی


د صدر ديلما روسيف مخالفين په هغې تورونه لګوي خو صدر دغه تورونه رد کړي دي .
د صدر ديلما روسيف مخالفين په هغې تورونه لګوي خو صدر دغه تورونه رد کړي دي .

د برازيل د ښکتني اېوان زياتره غړو د صدر (مېرمن) ديلما روسيف د مواخذې (استيضاح) کولو د تحريک په حق کې ووټ ورکړی دی او په اکثريت سره يې د مواخذې تحريک منظور کړی دی .

د تحريک دپاره د اتوار په ورځ ناوخته رايې ورکړل شوي او اوس به دغه معامله برني اېوان سينيټ ته لېږلی شي او هلته به په مېرمن روسيف د مقدمې چلولو پرېکړه کيږي .

د اېوان په ۵۱۳ غړو کې دوه پر درېمه برخه ۳۴۲ غړو د تحريک په حق کې رايې ورکړي دي او د تحريک سينيټ ته د لېږلو دپاره هم دومره رايې اخستل ضروري وې .

چې کله د مواخذې په حق کې رايې د ۳۴۲ شمېرې ته په نزدې کېدو شوې په اېوان کې د ورکر پارټۍ مشر جوز ګوئيمارائز وويل " د کودتا سازش کوؤنکو وګټله" هغه وويل دا " لنډمهاله ګټه ده" او زياته يې کړه د دې مطلب دا نه دی چې جګړه ختمه شوه .

هغه وويل " په سينيټ او لارو کوڅو کې به جګړه روانه وي" .

د صدر ديلما روسيف مخالفين په هغې تورونه لګوي چې د کال ۲۰۱۴م بجټ خساره يې په غېر قانوني توګه پټه کړې وه ، چې ځانته ته د بيا منتخب کېدو لاره هواره کړي . خو صدر دغه تورونه رد کړي دي .

د هغې ناقدين په نوموړې په ملک کې د اقتصادي کړکېچ او د تېلو سرکاري کمپنۍ " پيټروبراس" کې د درغلۍ کولو تور لګوي .

۶۸ کلنه مېرمن ديلما روسيف په لمړي ځل په کال ۲۰۱۰م کې او بيا په کال ۲۰۱۴م کې د برازيل صدر منتخب شوې وه . او د کيڼ اړخې ډلې ورکرز پارټۍ ۱۳ کلن واک يې په ځاې ساتلی دی .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG