د پاکستان قبائيلي سيمې خېبرايجنسۍ کې تېره شپه ناوخته د يوې حکومت پلوه ډلې په ځايي مشر باندې ځانمرګی بريد شوی دی . چې په نتيجه کې يې د ځانمرګي په ګډون دوه کسان وژل شوي دي .
د خېبرايجنسۍ پوليټيکل چارواکو وئيلي دغه پېښه تېره شپه د ذخېل په علاقه کې رامنځته شوې ده او د يوې حکومت پلوه ډلې توحيدالاسلام مشر بلال د بل چا په حجره کې ؤ او هلته پرې ځانمرګي بريد کړی دی .
چارواکو وئيلي بريد کوؤنکي باندې حجرې ته د ننوتو په وخت د ځايې مشر ساتونکي ډزې کړي او په دغه وخت ځانمري ځان ته چاؤدنه ورکړې ده . د چاؤدنې په نتيجه کې مشر روغ وتی دی .
د پوليټيکل انتظاميې چارواکو وئيلي د چاؤدنې په نتيجه کې ساتونکی عمر وژل شوی دی .
د پېښې زمه واري تر دې دمه چا نه ده قبوله کړې .
خېبرايجنسۍ کې له دې وړاندې هم د امن لښکر په مشرانو او غړو وژونکې حملې شوي دي .
د افغانستان سره په پوله پرته د پاکستان قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې د ضرب عضب اپرېشن وروستو په خېبرايجنسۍ کې هم د وسله والو په ضد پوځي عمليات پېل کړی شوي او چارواکي وايي چې په سيمه کې کامياب عمليات ترسره کړی شوي دي .
بل لور ته تېره شپه د پاړه چنار په مرکزي بازار کې تېره شپه دوه چاؤدنې شوي خو چارواکو وئيلي دغو چاؤدنو کوم زيان نه دی اړولی .