لاس رسیدونکی لینک

کندوز:طالبان په شا تمبول شوي،٦ عسکر اؤ٤٠ جنګيالي مړۀ


دافغانستان ددفاع دوزارت وياند جنرل دولت وزيري وئيلي دي چې دافغان ځواکونو لخوا ځوابي عملياتو کې٤٠ طالب جنګيالي وژل شوي اؤ خواؤشا ٥٠ نور ژوبل شوي دي، دغو نښتو کې دافغان پوځ شپږ عسکر هم وژل شوي دي.

دخالي په ورځ چاراکو وئيلي دي چې افغان امنيتي ځواکونو هاغه طالب جنګيالي په شا تمبولي چې دشمالي ښار کندوز په خواؤشا سيمو يې حمله کړې وه اؤ تيره شپه دغلته نښتو کې په لسګونو جنګيالي وژل شوي وؤ.

دافغانستان پينځم لويې ښار کندوز تيرکال دلنډ وخت لپاره دطالبانو لاسونو ته پريوتى اؤ طالب جنګيالو خپلو کارروائيو کې شدت وروستو له هغې راوستو چې روانه اوونۍ کې يې دافغان حکومت په ضد ټول افغانستان کې دسپرلي دروايتې جګړې اعلان وکړو.

دافغانستان ددفاع دوزارت وياند جنرل دولت وزيري وئيلي دي چې دافغان ځواکونو لخوا ځوابي عملياتو کې٤٠ طالب جنګيالي وژل شوي اؤ خواؤشا ٥٠ نور ژوبل شوي دي، دغو نښتو کې دافغان پوځ شپږ عسکر هم وژل شوي دي.

دخبري ادارې روئيټرز ترمخه دنيټو په مشرۍ دريزولوټ سپورټ مشن يو وياند وائي که هر څو امريکائي څارونکې الوتکې دافغان ځواکونو ملاتړ کوي خو جګړه کې نۀ خو دهغوي لخوا فضائي حملې ترسره شوي اؤ نۀ هم پکې ائتلافي ځواکونو برخه اخستې.

دخبري ادارې ايسوسي ايټډ پريس ترمخه دولايتي پوليسو مشر قاسم جنګله باغ دخالي په ورځ وئيلي دي چې کندوز کې امنيتي تدابير سيوا کړى شوي اؤ دولايت نورو سيمو کې طالبانو ته ماتې ورکړل شوې ده.

خو دوالي وياند عبدالواسع باسل وئيلي دي چې اوس هم دولايت په دوؤ اولسواليو خان اباد اؤ دشتي کې نښتې روانې دي.

دطالبانو له لوري افغانستان کې دتشدد څخه ډکو کارروائيو کې اضافه په داسې حال کې راغلې چې افغانستان کې دافغان حکومت اؤ افغان طالبانو ترمينځ دامن مذاکراتو دبحالۍ لپاره هلې ځلې روانې دي خو پکې تر دې مهاله کوم پرمختګ نۀ دى شوى.

XS
SM
MD
LG