لاس رسیدونکی لینک

خیبربانک د پښتونخوا دخزانې وزیر په درغلۍ تورن کړی


بانک وایي وزیر ترې غواړې چې دجلسو دپاره یې پیسې ورکړي اؤ د هغه د خوښۍ کسان بهرتي کړی

د پاکستان دخیبرپښتونخوا صوبې سرکاري بانک "خیبربانک "ددغه صوبې د خزانې وزیر په درغلۍ تورن کړی اؤ وایي نوموړی وزیر غواړي چې د بانک په پیسو جلسې اؤ دستورې وکړي اؤ دغسې د بانک پیسې دسیاسي مقصدونو دپاره مصرف کړي.

خیبربانک د خالي په ورځ پاکستاني ورځپاڼو کې د سپیناوي لویې لویې اشتهارونه چاپ کړي اؤ په دغو اشتهارونو کې یې وئیلي چې د صوبې د خزانې وزیر مظفرسید د خپلې خوښې کسان په بانک کې بهرتي کول اؤ موجوده مامورین د خپلې خوښې په بنیاد له یو ځایه بل ځایې ته بدلول غواړي.

خیبربانک وایي د قوانینو له مخې حکومت د بانک چارو کې مداخلت نه شي کولی بلکې د کارپوریټ ګورنینس قاعدو له مخې دبانک ټولې چارې د ګورنرانو بورډ چلوي خو د خزانې صوبايی وزیر مظفرسید د بانک په چارو کې مداخله پیل کړې ده اؤ هرکله چې دبانک انتظامیې د هغه فشارونو ته غاړه کښینښوده نه هغه په بانک تورونه لګول پیل کړل.

د خزانې د وزیر مظفرسید تعلق د مذهبي ګوند جماعت اسلامي سره دی چې دغه ګوند دا مهال د صوبایي حکومت سره په اقتدار کې شریک دی اؤ د خزانې د وزارت ترڅنګ د بلدیاتو اؤ مذهبي چارو وزارتونه هم په لاس کې لري.

د خیبرپښتونخوا دوه وزیران له دې وړاندې هم د بدعنوانۍ په تورونو د اقتدار څخه لرې کړی شوي اؤ یو وزیر ضیاء الله اپریدی چې د معدنیاتو قلمدان یې په لاس کې لرلو دا مهال د مارو داړو په تور د جیل د تورو تمبو شاته پروت دی

بل لوري ته ميډيا سره خبرو کې دجماعت اسلامي صوبائي مشر مشتاق احمددخيبربينک دمنيجنګ ډائريکټر دلرې کولو غوښتنه کړې اؤ وئيلي يې دي چې هغوي دبينک دنجکارۍ غندنه کړې وه اؤ هم ددې سزا ورته ورکړل کيږي.

هغه وويل دخيبربينک ايم ډي داختياراتو څخه تجاوز کړى چې په دې جماعت اسلامي هغه ته دقانوني نوټس ليږلو پريکړه کړې اؤ دې لړ کې به ډير زر عدالت ته رجوع کوي.

هغه وويل چې دغه اشتهار دجماعت اسلامي اؤ تحريک انصاف ترمينځ داختلافونو راولاړولو سازش دى.

همدغه شان صوبائي وزير مظفر سيد دبانک لخوا په ځان لګول شوي تورونه رد کړي اؤ وئيلي يې دي چې هغه بانک دسياسي ګټو لپاره نۀ دى کارولى.

ميډيا سره خبرو کې مظفر سيد وئيلي دي چې که چرې تعيناتۍ دميرټ په اساس نۀ وي نو پکار ده چې چارواکي دهغه په ضد پلټنې پيل کړي ترڅو هغه قصور وار ثابت شي خو هغه دا هم وويل چې چاته هم دثبوتونو څخه پرته په هغه دتورونو لګولو حق نشته.

دخيبرپښتونخوا وزيراعلي پرويز خټک دخيبربانک ددغه اشتهار نوټس اخستى اؤ وئيلي يې دي چې ددې معاملې به بشپړې پلټنې کولى شي ځکه چې دهغه په قول دې کې دخزانې دصوبائي وزير کردار کشي شوې ده.

خيبرپښتونخوا کې داپوزيشن ګوند عوامي نيشنل پارټۍ وياند زاهد خان دمعاملې دبشپړه پلټنو غوښتنه کړې اؤ وئيلي يې دي چې وزيراعلي پرويز خټک دې دمعاملې دپلټنو پورې مستعفي شي.

XS
SM
MD
LG