لاس رسیدونکی لینک

پاکستان وائي خفيه ايجنسۍ يې دسي ائي اى په مرکز حمله نۀ وه کړې


امريکا کې خفيه دستاويزاتو کې انکشاف شوى چې دپاکستان دانټرسروسز انټلي جنس( ائي ايس ائي) يو افسر دافغانستان په خوست ولايت کې په فارورډ اپريټنګ بيس چيمپن دخونړۍ چاؤدنې ترسره کولو لپاره حقاني نيټ ورک ته 200,000 امريکائي ډالر ادا کړى وؤ.

پاکستان دخپلې خفيه ايجنسۍ ( ائي ايس ائي) دحقاني نيټ ورک سره داړيکو لرلو اؤ په کال ٢٠٠٩م کې دافغانستان په يوه ختيزه سيمه کې دسي ائي اى په اډه شوې حمله کې ککړتيا رد کړې ده.

امريکا کې خفيه دستاويزاتو کې انکشاف شوى چې دپاکستان دانټرسروسز انټلي جنس( ائي ايس ائي) يو افسر دافغانستان په خوست ولايت کې په فارورډ اپريټنګ بيس چيمپن دخونړۍ چاؤدنې ترسره کولو لپاره حقاني نيټ ورک ته 200,000 امريکائي ډالر ادا کړى وؤ.

دسي ائي اى په تاريخ کې دغه دسختو خونړو حمله څخه يوه وه چې پکې اووۀ افسران وژل شوي اؤ شپږ نور ژوبل شوي وؤ.

خو دپاکستان دخارجه وزارت وياند نفيس ذکريا يو بيان کې وئيلي دي چې ٢٠٠٩م کې افغانستان کې په کيمپ چيمپن په ترسره شوې حمله هغوي زيات خفه شوي وؤ.

دپاکستان دخارجه وزارت ترمخه ددغه حملې ذمه واري تندروه ډلې تحريک طالبان پاکستان په غاړه اخستې وه اؤ دې لړ کې يوه ويډيو هم موجوده ده چې پکې خودکش حمله کوونکى دپاکستاني طالبانو دمشر سره ښودل شوى ؤ.

بيان کې وئيل شوي دي چې پاکستان دتيرو څو کلونو راهسې ګڼې پوځي کارروايۍ ترسره کړي چې پکې يې ټي ټي پي اؤ نورو ډلو ته ته سخت زيان رسولى اؤ هغوي يې کمزوري کړي دي.

بيان زياتوي پاکستان پخپله دترهه ګرۍ ښکار هيواد دى اؤ دترهه ګرۍ له امله يې په زرګونو اولسي وګړو خپل ژوند دلاسه ورکړى چې پکې دپينځوؤ زرو څخه زيات دقانون نافذونکو ادارو عسکر هم شامل دي اؤ ددې ترڅنګ يې معيشت ته دبلينونو ډالرو زيان اوښتى.

له دې وړاندې داردن يو ډاکټر څوک چې دالقاعده اؤ طالبانو غبرګ ايجنټ ؤ په دغه بريد تورنولى شو خو دزيارت په ورځ دشوي انکشاف ترمخه دسي ائي اى په اډه دشوې حملې منصوبه کې دپاکستان خفيه ادارې اؤ حقاني نيټ ورک هم مهم کردارونه ادا کړي وؤ.

ددستاويزاتو ترمخه دائي ايس ائي يو نامعلوم افسر حقاني نيټ ورک اؤ يو بل تن په دسي ائي اى په اډه دحملې لپاره پيسې ورکړې وې، ددغه منصوبې ترمخه دافغانستان دسرحدي ځواکونو يو کمانډر ته به دځانمرګي بريد ترسره کولو کې په مرستې ورکولو100,000 امريکائي ډالر ورکړى کيدل خو دارغوان په نوم دغه کمانډر وروستو حمله کې مړ شو.

امريکائي اؤ افغان چارواکي تور لګوي پاکستان دحقاني ډلې سره اړيکې لري اؤ حقاني ډله افغانستان کې دافغان اؤ بهرنو ځواکونو په ضد خونړو حملو کې ککړه ده.

کال ٢٠١١م کې يو لوړپوړي امريکائي عسکري افسر حقاني نيټ ورک دائي ايس ائي يوه حقيقي څانګه ګرځولې وه،امريکا حقاني نيټ ورک يو ترهه ګريز تنظيم ګرځولى.

خو دپاکستان دخارجه وزارت څخه جاري شوي بيان کې وئيل شوي دي چې پاکستان دترهه ګرۍ دخاتمې لپاره ژمن دى اؤ دټولو ترهه ګريزو عناصرو په ضد يې پرته له امتياز څخه ګامونه اخستي دي.

XS
SM
MD
LG