لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پنجاب کې دعملياتو مشري پوځ سمبال کړې،جنرل باجوه


 دراجن پور کچى سيمه کې دجرائم پيشه ډلې”چهوټو ګينګ“ په ضد باضابطه پوځي عمليات پيل شوي اؤددغه تندروه ډلې په ځالو دهييلي کاپټرو څخه ګوله باري شو ېده.
دراجن پور کچى سيمه کې دجرائم پيشه ډلې”چهوټو ګينګ“ په ضد باضابطه پوځي عمليات پيل شوي اؤددغه تندروه ډلې په ځالو دهييلي کاپټرو څخه ګوله باري شو ېده.

دپاکستاني پوځ دعامه اړيکو دڅانګې ترمخه دپنجاب صوبې جنوبي ضلع راجن پور کې دجرائم پيشه ډلې چهوټو ګينګ په ضد دروانو عملياتو مشري پوځ سمباله کړې اؤ دکچى نومې سيمه کې پوځ ځايې پځايې کړل شوى دى.

دخالي په ورځ دټولنيزو رابطو په ويب پاڼه ټوئټر خپل پيغام کې دپاکستاني پوځ وياند ليفټننټ جنرل عاصم باجوه وئيلي دي چې کچى سيمه کې دعملياتو مشري پوځ سمباله کړې اؤ دپټو شوؤ ترهه ګرو نه ګيره تنګولى شي.

دائي ايس پي ار له لوري دجاري شوي بيان ترمخه پوځ سيمه خپله ګيره کې اخستې اؤ دپوځ په مشرۍ دغو عملياتو کې پوليس اؤ درينجرز ځواکونه هم برخه اخلي.

دبيان ترمخه ددغو عملياتو دکاميابۍ لپاره چې به څومره وسيلې پکار وي ورکولى به شي.

له دې وړاندې دګن شپ هيلي کاپټرو څخه دپاکستان دپنجاب صوبې جنوبي ضلعې راجن پور اؤ پيوست سيمو کې دجنګيالو په ځالو ګوله باري شوې وه.

دراجن پور کچى سيمه کې دجرائم پيشه ډلېچهوټو ګينګ په ضد باضابطه پوځي عمليات پيل شوي اؤددغه تندروه ډلې په ځالو دهييلي کاپټرو څخه ګوله باري شو ېده.

چارواکي وائي چې دجرائم پيشه کسانو په ضد تر ٢٠ؤ منټو فضائي عمليات شوي.

دامنيتي چارواکو وينا ده جرائم پيشه جنګيالي اؤ دهغوي پلوي کسان دامنيتي ځواکونو په ضد مزاحمت کوي چې له دې امله ټوله سيمه کې دډزو، چاؤدنو اؤ ګوله بارۍ غږونه اوريدل کيږي.

دجمعې په ورځ دهيلي کاپټرو څخه دجنګيالو په ضد دشوې ګوله بارۍ له امله دکومې مرګ ژوبلې اطلاع نۀ ده ترلاسه شوې.

دپاکستاني پوځ مطبوعاتي څانګه ائي ايس پي ار وائي دعملياتو دمکمليدو څخه وروستو به ټول تفصيلات ميډيا سره شريکولى شي.

عيني شاهدان وائي روجهان کې په لويې شمير کې امنيتي ځواکونه اؤ پوځيان موجود دي اؤ دناقرارې جزيرې خواؤشا کې ايس ايس جي کمانډوز پوزيشنونه سمبال کړي.

دوسله والو جنګيالو دغه ډلې سره دتيرو څو اوونو راهسې دپوليسو لخوا روانو نښتو کې شپږ عسکر وژل شوي اؤ ٢٤ نور يرغمال کړى شوي وؤ اؤنښتو کې دشدت پيدا کيدو وروستو سيمې ته پوځ غوښتل شوى ؤ.

دسيمه ييزو سرچينو ترمخه ددريائى سندهـ په جزيره کې دموجودو دغو جنګيالو له لوري په هيلي کاپټر دالوتکې ضد وسلې څخه هم ډزې شوي چې له دې وروستو نور پوځيان هم سيمه کې روانو عملياتو کې برخې اخستو لپاره رسيدلي.

داطلاعاتو ترمخه دا مهال خواؤشا ١٥٠٠ پوځيان دغو عملياتو کې برخې اخستو لپاره دغلته موجود دي.

کومه سيمه کې چې دغه عمليات روان دي هلته دمقامي خلکو تګ راتګ محدود کړل شوى ترڅو جنګيالي دمقامي خلکو په جامه کې ونۀ تښتي.

دپنجاب پوليسو دروانې اوونۍ په پيل کې وئيلي وؤ دغه سيمه کې دهيلي کاپټرو له لوري دجنګيالو په ضد په فضائي کارروايۍ غور روان دى.

دفاعي تجزيه کار ائير مارشل ريټائرډ مسعود اختر وائس اف امريکا سره خبرو کې په دې اړه وويل دغو سيمو کې دهيلي کاپټرو څخه کارروائي فيصله ييزه ثابتيدى شي.

کله چې دغه عمليات پيل شول نو چارواکو وئيلي وؤ دپوليسو اؤ ترهه ګرۍ دمخنيوي دمحکمې عسکرو ته به دپوځ ملاتړ هم ترلاسه وي.

دپنجاب دقانون وزير رانا ثناء الله دجمعې په ورځ خبريالانو ته وئيلي وؤ پوځ سيمه کې موجود دى اؤ دهغه په قول دا ګډ عمليات دي چې مقصد يې دجنګيالو دډلې له مينځه وړل دي.

ناقدينو له دې وړاندې وئيلي وؤ چې که هر څو دپاکستان حکومت ٢٠١٤م کال کې دپيښور دسانحې څخه وروستو دترهه ګرۍ دمخنوي قومي تګلاره جوړه کړې وه خو ددغه تګلارې په ټولو نکتو په بشپړه توګه عمل درامد نۀ کيږي اؤ پنجاب کې دتندروه ډلو په هلو ځلو سترګې پټې کړل شوي.

خو په ٢٧م مارچ دپنجاب سرښار لاهور کې يوه خودکش حمله کې د٧٠ؤ څخه دزياتو کسانو دوژل کيدو وروستو دپنجاب په حکومت صوبه کې دتندلارو په ضد درينجرز اؤ پوځ په ملاتړ په عملياتو ترسره کولو فشار کې اضافه شوې وه.

دډيره غاز خان په کومه سيمه کې چې دغه عمليات روان دي هغه دپنجاب،سندهـ اؤ بلوچستان په پوله موقعيت لري.

دپوليسو ترمخه تر دې مهاله ترسره شوؤ کارروائيو کې دتندلارو خواؤشا ١٥٠ ملاتړ کوونکي نيول شوي دي.

داطلاعاتو ترمخه سيمې ته دپوځ درسيدو څخه وروستو چهوټو ګينګ په نوم دډلې ګڼو جنګيالو وسلې غورځولې دي خو امنيتي ځواکونو دهغوي دغه وړانديز رد کړى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG