لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي پنجاب کې دجنګيالو په ضد عملياتو کې پوځ طلب

 دپوليس چارواکو دپاکستان دانګريزۍ ژبې ورځپاڼې ډان ته وئيلي دي چې ددغو عملياتو لپاره داوکاړه څخه دپوځ دبټالين اؤ اسپيشل سروسز ګروپ( ايس ايس جي) دوه پلاټونز غوښتل شوي دي اؤ دجرائم پيشه خلکو خلاف به په لويه پيمانه دغو ګډو عملياتو کې رينجرز اؤ پوليس هم دپوځ ترڅنګ برخه اخلي.

دپاکستان دپنجاب صوبې دراجن پور کچى نومې سيمه کې دچهوټو ګينګ په نوم ډلې خلاف دتيرو څو ورځو راهسې دضرب آهن په نوم عملياتو کې دپوليسو دناکاميدو وروستو سيمې ته پوځ غوښتل شوى دى.

دپوليس چارواکو دپاکستان دانګريزۍ ژبې ورځپاڼې ډان ته وئيلي دي چې ددغو عملياتو لپاره داوکاړه څخه دپوځ دبټالين اؤ اسپيشل سروسز ګروپ( ايس ايس جي) دوه پلاټونز غوښتل شوي دي اؤ دجرائم پيشه خلکو خلاف به په لويه پيمانه دغو ګډو عملياتو کې رينجرز اؤ پوليس هم دپوځ ترڅنګ برخه اخلي.

دپوليس چارواکي وينا ده چې دپوځ دغوښتل کيدو دغه پريکړه دمجرمانو دډلې لخوا دايليټ پوليس دايس ايس جي کمانډوز په ګډون د٢٤ؤ پوليس عسکرو دغيرمالولو اؤ څو ورځو راهسې روانو عملياتو کې دشپږو عسکرو دوژل کيدو داطلاعاتو څخه وروستو شوې ده.

دپوليسو اؤ وسله والو جنګيالو ترمينځ دڅو ورځو راهسې روانه نښته کې شدت هاغه مهال پيدا شو کله چې جنګيالو څلور پوليس ووژل اؤ دهغوي مړي يې ددې دړکې سره انتظاميې ته وسپارل چې که چرې هغوي ته محفوظه لاره ورنۀ کړى شوه نو هغوي به پاتې ٢٤ عسکر هم ووژني

دسرچينو وينا ده چې دوسله والو جنګيالو په ضد عملياتو لپاره پوځ دروجهان مزاري دکچى سيمې کچها جمال اؤ کچها مورو سيمې پخپله ولقه کې اخستي اؤ دهغوي په ضد څه وخت هم عمليات پيل کيدى شي.

دپنجاب دقانون وزير رانا ثناء الله دجمعې په ورځ ميډيا ته وئيلي دي چهوټو ګينګ دوسلې په ځمکه غورځولو لپاره ديوې څخه تر دوؤ ورځو وخت لري اؤ له دې وروستو به دهغوي په ضد عمليات سخت کړى شي اؤ زياته کړې يې ده چې دعسکري مشران اؤ حکومت پريکړه دا ده چې دجنګيالو له لوري به دوسلې غورځولو پرته بله غوښتنه نۀ منل کيږي.

دپنجاب دجنوبي سيمې راجن پور کچى سيمه کې دجرائم پيشه ډلو په ضد دپوليسو اؤ رينجرز ځواکونو ګډ عملياتو دتيرو دوؤ اوونو راهسې رواني دي چې پکې شپږ پوليس عسکر وژل شوي اؤ٢٤ يرغمال کړى شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG