لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان دې مذاکراتو کې برخه واخلي،پاکستان

 دزيارت په ورځ اسلام اباد کې ميډيا ته داووۀ نيز حال احوال تيرولو په مهال دخارجه دفتر وياند نفيس ذکريا وويل امن عمل کې برخه اخستل افغانستان کې دټولو ډلو په ګټه دي اؤ زياته يې کړه چې افغانستان اؤ ټوله سيمه کې دامنيت دټينګښت لپاره دغه ترټولو غوره لار ده.

دافغان طالبانو له لوري دافغان حکومت په ضد دسپرلي دروايتي جګړې داعلانولو څخه وروستو پاکستان په هغوي غږ کړى چې دامن عمل کې دې شريک شي اؤ مذاکراتو کې دې برخه واخلي.

تيره مياشت کابل کې دپاکستان، افغانستان ، چين اؤ امريکا په استازو دمشتملې ډلې دغونډې ترسره کيدو څخه وروستو جاري شوې ګډه اعلاميه کې هيله څرګنده شوې وه چې دافغان حکومت اؤ افغان طالبانو ترمينځ به دمارچ دمياشتې په لمړۍ اوونۍ کې دپاکستان په کوربه توب دامن مذاکرات ترسره شي خو وروستو طالبانو افغان حکومت سره افغانستان څخه دټولو بهرنو ځواکونو تر وتلو دامن مذاکراتو څخه انکار کړى ؤ.

پاکستان تيرکال دجولا ئي مياشت کې دافغان حکومت اؤ افغان طالبانو داستازو ترمينځ تيرو ١٤ؤ کلونو کې په لمړي ځل دنيغ په نيغه خبرو اترو کوربه توب کړى ؤ اؤ دغه غونډه کې دچين اؤ امريکا استازو هم ګډون کړى ؤ

دزيارت په ورځ اسلام اباد کې ميډيا ته داووۀ نيز حال احوال تيرولو په مهال دخارجه دفتر وياند نفيس ذکريا وويل امن عمل کې برخه اخستل افغانستان کې دټولو ډلو په ګټه دي اؤ زياته يې کړه چې افغانستان اؤ ټوله سيمه کې دامنيت دټينګښت لپاره دغه ترټولو غوره لار ده.

هغه وويل مونږ باور لرو چې افغانستان کې دتلپاتې امنيت دټينګښت لپاره دسياسي مذاکراتو هوارى ترټولو غوره لار ده.

دنهې په ورځ طالبانو اعلان کړى ؤ چې هغوي به دعمري په نوم دسپرلي عملياتو کې ددښمن دهدفونو په ضد افغانستان کې په لويه پيمانه حملې ترسره کوي.

تيرکال داګست په مياشت کې طالبانو اعلان کړى ؤ چې دهغوي مشر ملا عمر ديوې ناروغۍ له امله مړ شوى اؤ افغان حکومت هم دهغه دمړينې پخلى کړى ؤ چې له دې وروستو دافغان حکومت اؤ افغان طالبانو ترمينځ ټاکل شوې دسولې خبرې هم ځنډيدلې وې.

وياند وويل چې دامريکا ځانګړي استازي رچرډ اولسن اؤ خارجه سکتر اعزاز احمدچوهدري په دې خبره اتفاق کړى چې خبرې اترې زر تر زره پيل کيدل پکار دي.

دپاکستان، افغانستان، امريکا اؤ چين په استازو دمشتملې څلور ملکي ډلې لخوا دطالب جنګيالو دمذاکراتو ميز ته راوستو لپاره هلې ځلې روانې دي خو ددغه ډلې دڅلورو غونډو دترسره کيدو باوجود هم تر دې مهاله دمذاکراتو په اړه کوم دډاډ وړ پرمختګ نۀ دى شوى.

دملګرو ملتونو ترمخه تيرکال افغانستان کې دتشدد پيښو کې ١١ زرو افغان اولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG