لاس رسیدونکی لینک

افغانستان:وسله والو دپوليس مشر په ګډون ٨ کسان وژلي


دخبري ادارې روئيټرز دتخار دپوليسو دوياندخليل اسير له خُلې وئيلي دي چې دشمالي ولايتونو تخار اؤ کندوز لپاره دهائي وى دپوليسو کمانډر قهار خرم آبي دخپلو څلورو ساتونکو ترڅنګ طالبانو سره نښته کې هاغه مهال ووژل کله چې هغه کار لپاره په لاره روان ؤ.

دوه ورځې وروستو له هغې چې طالبانو دسپرلي دروايتي جګړې اعلان وکړو دزيارت په ورځ افغانستان کې جنګيالو دپوليسو يو کمانډر اؤ ددريوؤ ښځو په ګډون اووۀ نور کسان وژلي دي.

دخبري ادارې روئيټرز دتخار دپوليسو دوياندخليل اسير له خُلې وئيلي دي چې دشمالي ولايتونو تخار اؤ کندوز لپاره دهائي وى دپوليسو کمانډر قهار خرم آبي دخپلو څلورو ساتونکو ترڅنګ طالبانو سره نښته کې هاغه مهال ووژل کله چې هغه کار لپاره په لاره روان ؤ.

هغه وويل چې درې وژل شوې ښځې لاروۍ وې.

دطالبانو له لوري ددغه حملې په اړه تر دې مهاله څه نۀ دي وئيل شوي.

طالبانو دنهې په ورځ افغانستان کې دخپل مړ شوي مشر ملا محمد عمر په نوم دعمري په نوم دسپرلي دروايتې جګړې اعلان کړى ؤ دکومې مقصد چې کابل کې دلويديز دملاتړي حکومت خاتمه اؤ دطالبانو لخوا دخپلې خوښې اسلامي رياست قائمول دي.

خو دکابل حکومت ددغو عملياتو څخه وروستو وئيلي وؤ چې دبې ګناه افغانانو وژونکي به له مينځه وړي اؤ زياته کړې يې وه چې افغان ځواکونه دهغوي لخوا دپيل کيدونکو ممکنه بريدونو مخنيوي ته چمتو دي.

تيرکال خواؤشا5,500 افغان عسکر وژل شوي اؤ د14,000ؤ څخه زيات نور ژوبل شوي وؤ.

XS
SM
MD
LG