لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدراوباما وائي دداعش په ضد به جګړه دوامداره وي


دشورو په ورځ دامريکائي سنټرل انټلي جنس ايجنسۍ( سي ائي اى) دصدر دفتر ددورې په موقع هغه وويل” نن شام اؤ عراق کې داعش په دفاعي اؤ دعرب شراکت دارانو په ګډون زمونږ٦٦ کسيز ائتلاف په جارحانه“
دشورو په ورځ دامريکائي سنټرل انټلي جنس ايجنسۍ( سي ائي اى) دصدر دفتر ددورې په موقع هغه وويل” نن شام اؤ عراق کې داعش په دفاعي اؤ دعرب شراکت دارانو په ګډون زمونږ٦٦ کسيز ائتلاف په جارحانه“

دامريکا صدر براک اوباما وئيلي دي چې تندروه ډله داعش اوس يواځې دځان دفاع کوي اؤ زياته کړې يې ده چې دامريکا په مشرۍ جوړ ائتلاف به داعش په ضد جګړه دوامداره ساتي.

دشورو په ورځ دامريکائي سنټرل انټلي جنس ايجنسۍ( سي ائي اى) دصدر دفتر ددورې په موقع هغه وويل نن شام اؤ عراق کې داعش په دفاعي اؤ دعرب شراکت دارانو په ګډون زمونږ٦٦ کسيز ائتلاف په جارحانه

دامريکائي پوځ اؤ انټلي جنس دلوړپوړو چارواکو ترڅنګ صدر اوباما( دداعش په ضد) جګړه کې دپرمختګ ديادونې کولو په ترڅ کې وويل ١١٥٠٠ حملو سره دتندروه ډلې لوړپوړي مشران اؤ په زرګونو جنګيالي له مينځه تللي.

هغه وويل شام اؤ عراق کې دداعش داثر حلقه راتنګيږي، دجنګيالو شميره يې دتيرو دوؤ کلونو په مهال ترټولو کمې کچې ته راغلې اؤ پوهيږي چې هغوي پخپل مقصد کې دماتې سره مخ کيږي.

ميډيا ته جاري شوي يو پيغام کې صدر اوباما دداعش دکيميائي وسلو دپروګرام دمشر ابو داؤد دنيول کيدو اؤ ددغه ډلې عراق کې دمالي معاملو دمنتظم ابو صلاح دوژنې په تناظر کې وئيلي دي چې دداعش دقيادت لپاره تيرې څو مياشتې ډيرې خرابې وې.

هغه وئيلي راتلونکو ورځو اؤ اوونو کې يې اراده دډير څه کولو ده، هره ورځ بيداريدونکى دداعش قيادت په دې خبره پوهيږي چې دا يې اخري ورځ کيدى شي.

اوباما وئيلي دي دامريکا په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو په مرستې سره عراقي ځواکونو درمادي څخه دريائى فرات پورې کاميابي ترلاسه کړې اؤ زياتره کلي يې دداعش دقبضې څخه خلاص کړي دي.

دشام دصورتحال په اړه امريکائي صدر وويل سيمه ييزو ځواکونو داعش دالشدادي څخه ويستلې ، کومه چې درقه اؤ موصل ترمينځ ددغه ډلې لپاره درسد دتګ راتګ حساسه سيمه وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG