لاس رسیدونکی لینک

پاکستان کې نور دوه بنديان تيزندي کړل شوي


هري پور، ګجرات اؤ فيصل اباد کې دروغې جوړې څخه وروتسو ددريوؤ مجرمانو دمرګ په سزا عمل درامد هم اودرول شوى دى.

دپاکستان دخيبرپښتونخوا دهري پور اؤپنجاب په ملتان سيمو کې دقتل دوه مجرمان تيزندي کړى شوي دي.

هري پور، ګجرات اؤ فيصل اباد کې دروغې جوړې څخه وروتسو ددريوؤ مجرمانو دمرګ په سزا عمل درامد هم اودرول شوى دى.

دميډيا راپورونو ترمخه دهري پور په سنټرل جيل کې دقتل يو مجر امتياز احمد تيزندي کړل شوى، مجرم په کال ٢٠٠٥م کې دغلا ديوې پيښې په مهال په مزاحمت کولو يو تن وژلى ؤ، کال ٢٠٠٦م کې دخپل پلار دوژونکي يو بل مجرم همايون په تيزندۍ عمل درامد وروستو له هغې اودرول شو چې دخپلې کورنۍ سره يې روغه جوړه وشوه.

همدغه راز دملتان په سنټرل جيل کې دقتل يو مجرم الله دته سحر وختي تيزندي کړل شوى، هغه په کال ١٩٩٦ء کې شوکت حسين نومې يو تن وژلى ؤ.

فيصل اباد کې دروغې جوړې وروستو دمجرم نديم په تيزندۍ عمل درامد اودرول شوى، مجرم يوولس کاله دمخه ضميرالحسن نومې تن وژلى ؤ، ګجرات کې هم دمجرم ارشد په تيزندۍ عمل درامد شوى، هغه په کال ٢٠٠١ء کې يوه ښځه وژلې وه.

دسمبر کال ٢٠١٤م کې دخيبرپښتونخوا سرښار پيښور کې دپوځ په تابيا په چليدونکي ارمي پبلک سکول دطالبانو حمله کې د١٣٠ؤ څخه دزياتو ماشومانو په ګډون د١٥٠ؤ کسانو دوژل کيدو وروستو پاکستان کې دمرګ دسزا څخه بنديز پورته کړل شوى ؤ.

ايمنسټي انټرنيشنل تيره اوونۍ خپل يو راپور کې وئيلي وؤ چې په نړيواله کچه کال ٢٠١٥م کې 1,634 کسان تيزندي کړل شوي ، دغه شميره د1989م څخه راپديخوا ترټولو زياته ده.

دايمنسټي انټرنيشنل دجنوبي ايشياء ددفتر ډائريکټر چمپا پټيل وئيلي وؤ چې پاکستان تيرکال 326 کسان تيزندي کړي، خو په دغو تيزندي کړل شوؤ کسانو کې اکثريت دهاغو خلکو سره دى چې دترهه ګرۍ سره يې څه تعلق نۀ ؤ.

XS
SM
MD
LG