لاس رسیدونکی لینک

وزيراعظم لندن ته علاج له تلی دی، چوهدري نثار


د داخله وزير په وينا چې کله ډاکټر وزيراعظم ته اجازت ورکړي هغه به واپس راشي .

د پاکستان د کورنو چارو مرکزي وزير چوهدري نثارعلي خان وئيلي وزيراعظم نوازشريف لندن ته علاج له تلی دی چا سره ليدو نه دی تلی .

چوهدري نثار د شورو په ورځ يوې خبري غونډې ته په وينا کې وئيلي د وزيراعظم د لندن تګ ته دې سياسي رنګ ورنه کړی شي .

د پاکستان وزيراعظم نوازشريف د شورو په ورځ په داسې وخت کې لندن ته تلی دی چې پاناما ليکس کې د هغه د بچو د نومونو راتلو پس په ملک کې دننه په دغه خبره په سياسي حلقو کې تود بحث روان دی .

چوهدري نثار وئيلي د دوه درې اونو راهسې د وزيراعظم طبعيت ښه نه ؤ ، او هغه ته ډاکټرانو د لندن راتلو وئيلي ؤ او د سفر نه وړاندې ورته ډاکټرانو د درېو ورځو مکمل ارام کولو مشوره هم ورکړې وه .

د داخله وزير په وينا چې کله ډاکټر وزيراعظم ته اجازت ورکړي هغه به واپس راشي .

له دې وړاندې د اپوزيشن ډلې پيپلزپارټۍ سېنېټر اعتزازاحسن وئيلي ؤ وزيراعظم د علاج دپاره نا بلکې د پخواني صدر او پيپلزپارټۍ شريک چيئرمېن اصف علي سره ليدو دپاره لندن ته ځي .

خو چوهدري نثار دغسې بيانونو ته افسوسناک وئيلي دي .

د کورنو چارو وزير وئيلي پاناما ليکس کې د وزيراعظم د بچو نومونو راغلي دي او په دغې اړه به هغوې په خپله ځواب کوي . د نوموړي په وينا حکومت په دغه لړ کې د سوتره پلټنو ژمنه کړې ده .

وزيراعظم د پاناما ليکس د پلټنو دپاره د سترې محکمې د پخواني جج په مشرۍ د کمېشن جوړولو اعلان کړی خو اپوزيشن ډلو يې مخالفت کړی او د سترې محکمې د چيف جسټس په مشرۍ د کمېشن جوړلو غوښتنه کوي .

او د پاکستان تحريک انصاف ډلې لخوا د وزيراعظم نه د مستعفي کېدو غوښتنه کيږي .

د کورنو چارو مرکزي وزير وئيلي د پاناما ليکس د پلټنو دپاره د سترې محکمې د دوه پخوانو ججانو ناصرالمک او تصدق حسېن جېلاني په ګډون پينځه ججانو سره رابطه شوې ولې هغوې د کمېشن د مشرۍ نه معذرت کړی دی .

XS
SM
MD
LG