لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاناما : دموساک فونسيکا په هيډکوارټر دپوليسو چاپه


دپاناما اټارني جنرل يو بيان کې وئيلي دي چې استغاثه اؤ پوليس دغلته دداسې ثبوتونو لټون کوي چې ددغه کمپنۍ په غيرقانوني هلو ځلو کې په ممکنه توګه کارول کيدل ثابتوي.
دپاناما اټارني جنرل يو بيان کې وئيلي دي چې استغاثه اؤ پوليس دغلته دداسې ثبوتونو لټون کوي چې ددغه کمپنۍ په غيرقانوني هلو ځلو کې په ممکنه توګه کارول کيدل ثابتوي.

پاناما کې پوليسو دموساک فونسيکا نومې هاغه کمپنۍ په اهمو دفترونو چاپې وهلي چې اوس اوس ترې په لويه پيمانه دبيلا بيلو نړيوالو مشرانو په ګډون دبااثره شخصياتو داف شور کمپنيو په اړه دستاويزات ليک شوي وؤ.

دپاناما اټارني جنرل يو بيان کې وئيلي دي چې استغاثه اؤ پوليس دغلته دداسې ثبوتونو لټون کوي چې ددغه کمپنۍ په غيرقانوني هلو ځلو کې په ممکنه توګه کارول کيدل ثابتوي.

په موساک فونسيکا دټيکس څخه دبچ کيدو اؤ دهوکې ورکولو کې دمرستې تور دى.

ددغو تورونو ثابتولو په غرض دثبتونو لټولو لپاره دنهې په ورځ دغه چاپه وهل شوې ده اؤ دچارواکو وينا ده چې په دغه مهال نۀ خو کومه حادثه رامينځته شوې اؤ نۀ هم کوم مداخلت شوى دى.

څو ورځې دمخه دپاناما لا فرم ”موساک فونسيکا“ کې نامعلومو سرچينو واشنګټن کې قائم انټرنيشنل کنسورشيئم اف انويسټيګيو جرنلسټس( ائي سي ائي جى) نومې يو تنظيم ته دفرم يو کروړه اؤ ١٥ لکه اسناد ورکړي وو چې ترې معلومه شوې د نړۍ ترټولو طاقتورو شخصياتو خپلو ملکونو کې دټيکسونو څخه بچ کېدو لپاره پيسه دملک نه بهر ليږلې اوهلته پرې کاروبارونه کوي .

دغو شخصياتو کې ديوکرين صدر پټرو پوروشنکو، دروسي صدر ولاديمير پيوټن ملګري، دبرطانوي وزيراعظم ډيوډ کيمرون رشته دار اؤ دپاکستاني وزيراعظم نوازشريف دکورنۍ دغړو نومونه هم شامل دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG