لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان : ټريفکي پيښه کې ١٩ کسان مړۀ


 دپوليسو يو لوړپوړي چارواکي افضل احمد کهوسه نړيوالې خبري ادارېاى ايف پي ته په دغه اړه وئيلي دي چې پيښه دفيصل اباد سره نزدې ټهيکري واله کې دتيزرفتارۍ له امله رامينځته شوې ده.
دپوليسو يو لوړپوړي چارواکي افضل احمد کهوسه نړيوالې خبري ادارېاى ايف پي ته په دغه اړه وئيلي دي چې پيښه دفيصل اباد سره نزدې ټهيکري واله کې دتيزرفتارۍ له امله رامينځته شوې ده.

دپاکستان دپنجاب صوبې دفيصل اباد ښار سره نزدې ديو ټرک اؤ مسافرو دبس ترمينځ دټکر په نتيجه کې دښځو اؤ ماشومانو په ګډون ١٩ کسان مړۀ شوي اؤ د٢٠ؤ څخه زيات نور ژوبل شوي دي.

دپوليسو يو لوړپوړي چارواکي افضل احمد کهوسه نړيوالې خبري ادارېاى ايف پي ته په دغه اړه وئيلي دي چې پيښه دفيصل اباد سره نزدې ټهيکري واله کې دتيزرفتارۍ له امله رامينځته شوې ده.

کهوسه دغه پيښه کې د١٩ؤ مسافرو دمړينې پخلى وکړو چې پکې دوه ښځې اؤ دوه ماشومان هم شامل دي.

دفيصل اباد دالائيډ هسپتال ډاکټر نعيم هاشمي وينا ده چې پينځلس ژوبل کسان دعلاج لپاره دايمرجنسي څانګې ته وروړل شوي دي چې پکې ددوؤ حالت سخت دى.

تيره اوونۍ هم دپنجاب په ميانوالي سيمه کې دتيزرفتارۍ له امله ديو بس اؤ ټرالر ترمينځ دټکر په نتيجه کې ١٨ کسان مړۀ شوي اؤ ١٤ نور ژوبل شوي وؤ.

په ډاګه دي وې چې دپاکستان بيلا بيلو ښارونو کې اکثره مهال دغه رقم بدې ټريفکي پيښې رامينځته کيږي چې علتونه يې بې احتياطي، دټريفک داصولو څخه ناخبرتيا اؤ دسړکونو خراب حالت ښودل کيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG