لاس رسیدونکی لینک

د امريکا پلازمينه کې په سلګونو مظاهره چيان نيول شوي


د ګل په ورځ مخې ته راغلې ويډيو کې پوليس افسر دوې ته وايي که تاسو ځانونه نيول نه غواړئ نو بيرته فرسټ اسټريټ پله لاړ شئ .

د امريکې پلازمينې واشنګټن ډي سي پوليس ۴۰۰ داسې کسان نيولي دي چې د پوليس په وينا دوې په غېرقانوني توګه مظاهره کوله .

د دې مظاهره تابيا د " ډيموکريسي اسپرنګ" په نوم د څو ډلو يو اتحاد کړې وه او په خپله ويب پاڼه يې د دې مظاهرې مقصد د کانګرس نه داسې غوښتنه کول وئيلي ؤ ، چې زمونږ د سياست نه دې په فوري توګه د پېسې درغلي ختمه کړی شي او داسې سوتره انتخابات دې يقينې کړی شي چې د ټولو امريکايانو اواز پکې برابر وي .

د ګل په ورځ مخې ته راغلې ويډيو کې پوليس افسر دوې ته وايي که تاسو ځانونه نيول نه غواړئ نو بيرته فرسټ اسټريټ پله لاړ شئ .

پوليس وئيلي څو کسان يې نيولي او د دغه ځاې نه يې منتقل کړي دي . پوليس وئيلي دغه کسان د ډېرو خلکو د مظاهرې د قانون لاندې نيولي دي .

مظاهره چيانو د "پېسې نه پاک سياست" نعرې وهلې . او په دوې کې ځينې کسان د احتجاج دپاره د فلاډيلفيا نه واشنګټن ته راغلي وو .

XS
SM
MD
LG