لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جلال اباد: ځانمرګي بريد کې ۱۲عسکر وژل شوي


چارواکو وئيلي په بس کې ۵۰ نوي تربيه شوي عسکر سواره وو .
چارواکو وئيلي په بس کې ۵۰ نوي تربيه شوي عسکر سواره وو .

د پاکستان پولې ته نزدې د افغانستان په ختيځې صوبې ننګرهار کې يو ځانمرګي بريد کې لږ ترلږه ۱۲ نوي تربيه شوي عسکر وژل شوي او ۳۸ نور ژوبل شوي دي .

راپورونه وايي دغه ځانمرګی بريد نن د ګل په مازيګر د نوي تربيه شوؤ عسکرو په ډک بس باندې د جلال اباد او کابل په لويه لار د سره رود ضلع کي شوی دی .

د ننګرهار د پوليس مرستيال مشر کرنل سيدعباس سعادت رسنيو ته وئيلي چې ځانمرګي بريد کوؤنکي د بارودو ډکه رکشه د هغه بس سره وجنګوله په کوم کې چې د افغان ملي اردو نوي تربيه شوي عسکر سواره وو .

چارواکو د سرتيرو په بس د بريد پخلی کړی خو پېښه کې د اوښتې مرګ ژوبلې کره شمېره يې نه ده ښودلې خو وايي په بس کې ۵۰ نوي تربيه شوي عسکر سواره وو .

د پېښې زمه واري تراوسه چا په غاړه نه ده اخستې .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG