لاس رسیدونکی لینک

تورخم کې د افغان کډوالو په ضد عمليات شوي


د تورخم نه پاڅول شوي کډوال د بيرته افغانستان ته تلو په ځاې لنډي کوتل ته تلي دي .

د افغانستان سره په پوله جوختې پرتې د پاکستان قبائيلي سيمې خېبرايجنسۍ په تورخم علاقه کې د اوږدې مودې راهسې د مېشت افغان کډوالو په ضد عمليات شوي دي او د دغه ځايې څخه لرې کړی شوي دي .

د خېبرايجنسۍ پوليټيکل چارواکو وئيلي دغه عمليات يې په غېرقانوني توګه د مېشت افغان کډوالو په ضد کړي دي ، دوې يې د دغه ځايې څخه لرې کړي او بيا يې د دوې ودانۍ ورانې کړي دي . خو دوي د بيرته افغانستان ته د تلو په ځاې لنډي کوتل ته تلي دي .

د پوليټيکل چارواکو په وينا د تورخم پولې سره نزدې د باچا مېنې په علاقه کې مېشتو نزدې درې سوه کورنو په ضد دغه عمليات ترسره کړی شوي خاصه دارو او ليويز کډوال د دغه ځای نه پاڅولي دي .

انتظاميې وئيلي د کډوالو په ضد په داسې مهال ګامونه پورته کړی شوي چې د هېواد استخباراتي ادارو معلومات ورکړي وو چې د دغه ځاې څخه د ملک په بېلابيلو برخو کې خلکو ته د قلنګ ورکولو دپاره ټيليفونونه شوي او افغان موبائيل سيمونه پکې کارېدلي وو .

چارواکو وئيلي دغو کډوالو ته يې درې ورځې وړاندې د علاقې پرېښودو او افغانستان ته بيرته د تلو خبر ورکړی ؤ .

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې يو اېن اېچ سي ار ترمخه پاکستان کې دا وخت نزدې ۱۵ لکه رجسټرډ افغان کډوال مېشت دي . او د راپورونو ترمخه د دې نه زياته شمېره د غېررجسټرډ کډوالو ده .

تېر کال په پېښور کې ارمي پبلک سکول باندې د ترهګر بريد نه پس پاکستان کې د افغان کډوالو د بيرته لېږلو په خبره زور راوړلی کيږي . خو لا تر دې دمه په سرکاري کچ د رجسټرډ افغان کډوالو د بيرته لېږلو نېټه نه ده ټاکل شوې .

د تېر کال دسمبر په مياشت کې د رجسټرډ کډوالو د قانوني ثبوت کارډونو (پي او ار) وخت هم ختم شوی ولې د کارډونو د نوي کولو دپاره هم کوم سرکاري امر نه دی جاري شوی .

په تورخم کې د کډوالو په ضد د عملياتو نور احوال د سيمې نه د ډيوه خبريال ابراهيم شينواري په رپورټ کې دلته اورېدی شئ .

XS
SM
MD
LG