لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل : بمي چاؤدنه کې دتعليم دوزارت دوه ملازمان وژل شوي


 دتعليم دوزارت دکارکوونکو په يو وړوکي بس دغه چاؤدنه په بګرامي اولسوالۍ کې هاغه مهال وشوه کله چې دغه بس کارکوونکي دفترونو ته رسول.
دتعليم دوزارت دکارکوونکو په يو وړوکي بس دغه چاؤدنه په بګرامي اولسوالۍ کې هاغه مهال وشوه کله چې دغه بس کارکوونکي دفترونو ته رسول.

چارواکي وائي دافغانستان پلازمينه کابل کې دتعليم وزارت دکارکوونکو په بس ترسره شوې بمي چاؤدنه کې لږ ترلږه دوه کسان وژل شوي اؤ ٧ نور ژوبل شوي دي.

دتعليم دوزارت دکارکوونکو په يو وړوکي بس دغه چاؤدنه په بګرامي اولسوالۍ کې هاغه مهال وشوه کله چې دغه بس کارکوونکي دفترونو ته رسول.

په سمدستي توګه ددغه بمي چاؤدنې ذمه واري چا په غاړه نۀ ده اخستې خو له دې وړاندې دطالبانو په ګډون تندروه ډلو دافغانستان بيلا بيلو سيمو کې حکومتي ملازمان اؤ امنيتي ځواکونه په نخښه کړي.

ددغه بس کنډکټر رحيم ګل وئيلي دي چې دچاؤدنې شدت دومره زيات ؤ چې په نتيجه کې يې هغه دبس څخه بهر غورځيدلى.

ګل روئيټرز ته وئيلي دي چې هغوي دتعليم دوزارت عمله بس کې کښينوله اؤ روان وؤ چې په دغه مهال په سړک چاؤدنه وشوه.

دهغه وينا وه چې دا ډيره طاقتوره (چاؤدنه) وه چې زۀ يې دګاډي دکړکۍ څخه بهر وغورځولم، څو منټه وروستو ماته معلومه شوه چې زه دغنمو په يو پټي کې پروت ؤم، ما دحملې ځايې ته منډه کړه اؤ هسپتال ته دژوبل کسانو په رسولو کې مې مرسته وکړه

دکال ٢٠١٤م په پاې کې افغانستان څخه دزياترو غيرملکي پوځيانو دوتلو څخه وروستو طالب جنګيالو دغه هيواد کې دتشدد پيښو کې اضافه راوسته.

تيره اوونۍ پروان کې په موټر سائيکل دسور يو ځانمرګي حمله کې شپږ کسان وژل شوي وؤ، په ٢٢مه فرورۍ دطالبانو يو ځانمرګي بريد کوونکي هم دغه سيمه کې ١٤ کسان وژلي اؤ ١١ ژوبل کړي وؤ.

دخالي په ورځ هم چې کله دامريکې خارجه وزير جان کيري دافغان حکومت مشرانو سره پلازمينه کې ليدنې وکړې نو وروستو دکابل په سفارت ساحه کې دوه راکټونه داغل شوي وؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG