لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جان کيري دهيروشيما په تاريخي سفر


جان کيري لمړى امريکائي چارواکى دى چې دجاپان دهيروشيما ښار يا دهاغه مقام دوره يې کړې چې ددوهمې نړيوالې جګړې په مهال دايټمي حملو ياد تازه کوي.
جان کيري لمړى امريکائي چارواکى دى چې دجاپان دهيروشيما ښار يا دهاغه مقام دوره يې کړې چې ددوهمې نړيوالې جګړې په مهال دايټمي حملو ياد تازه کوي.

دامريکا دبهرنو چارو وزير جان کيري اؤ دجي سيون هيوادونو ډله کې دشاملو نورو هيوادونو خارجه وزيرانودګل په ورځ دجاپان دهيروشيما امن پارک کې ددوهمې نړيوالې جګړې ديادګار دوره کړې ده.

جان کيري لمړى امريکائي چارواکى دى چې دجاپان دهيروشيما ښار يا دهاغه مقام دوره يې کړې چې ددوهمې نړيوالې جګړې په مهال دايټمي حملو ياد تازه کوي.

په ډاګه دې وي چې جاپان کې دجي سيون هيوادونو دخارجه وزيرانو غونډه روانه ده.

دسکول ماشومانو جان کيري اؤ نورو مشرانو ته امن پارک ته په ورسيدو هرکلى وئيلى، دغه پارک کې ١٩٤٥ء کې دجوهري بم دغورځول کيدو له امله دړنګې شوې يوې ودانۍ باقيات هم موجود دي.

جان کيري امن عجائب ګهر کې ايښودل شوي دميلمنو کتاب کې ليکلي نړۍ کې هر چاته ددې يادګار طاقت ليدل اؤ محسوسول پکار دي

امريکا ددوهمې نړيوالې جګړې په مهال په هيروشيما جوهري بم غورځولى ؤ، ددغه جوهري بم په نتيجه کې خواؤشا يو لک اؤ څلويښت زره خلک مړۀ شوي وؤ، ددغه پيښې څخه درې ورځې وروستو امريکا دجاپان په ساحلي ښار ناګاساکي دوهم جوهري بم هم غورځولى ؤ چې پکې خواؤشا اويا زره خلک وژل شوي وؤ.

ددغه يادګار ددورې څخه دمخه دامريکا دخارجه وزارت يو لوړپوړي چارواکي ددې پوښتنې په ځواب کې چې ايا جان کيري به په ښار دجوهري بم دغورځولو په پيښه بخښنه غواړي وويلنه

دغه چارواکي وويل چې دخلکو، هيروشيما دسيمه ييز حکومت اؤ جاپان دحکومت لخوا امريکا څخه دبخښنې دطلب کولو په اړه کومه خبره نۀ ده شوې.

دجان کيري ددغه دورې مقصد دصدر اوباما له لوري مئ کې دجاپان ددورې لپاره لاره هوارول دي.

راتلونکې مئ کې به امريکائي صدر براک اوباما دجي سيون دمشرانو غونډه کې ګډون لپاره جاپان ته ځي اؤ که دغسې وشول نو براک اوباما به دهيروشيما دوره کوونکى لمړى امريکائي صدر جوړ شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG