لاس رسیدونکی لینک

دايمنسټي دنيوکې باوجود پاکستان دوه وروڼه تيزندي کړي


دزندان يو لوړپوړي چارواکي چوهدري ارشيد سعيد په دغه اړه نړيوالې خبري ادارې اى ايف پي ته وئيلي دي چې ناصر محمود اؤ طاهر اقبال دپاکستان په سيالکوټ ښار کې ٢٠٠٢م کال کې دخلکو دوژلو په جرم تيزندي کړل شوي دي.

پاکستان دخالي په ورځ هاغه دوه وروڼه تيزندي کړي چې ديوې کورنۍ دشپږو کسانو په وژلو تورن وؤ، پاکستان دغه دوه کسان په داسې حال کې تيزندي کړي چې څو ورځې دمخه ايمنسټي انټرنيشنل دچين اؤ ايران نه پس دزياتو خلکو دتيزندي کولو له امله په دغه هيواد نيوکه کړې وه.

دزندان يو لوړپوړي چارواکي چوهدري ارشيد سعيد په دغه اړه نړيوالې خبري ادارې اى ايف پي ته وئيلي دي چې ناصر محمود اؤ طاهر اقبال دپاکستان په سيالکوټ ښار کې ٢٠٠٢م کال کې دخلکو دوژلو په جرم تيزندي کړل شوي دي.

دزندان چارواکي وائي چې تيزندي کړل شوؤ کسانو دځمکې ديوې لانجې پسر ديوې کورنۍ شپږ غړي وژلي وؤ، په دغه اړه نور تفصيلات نۀ دي جاري شوي.

دسمبر کال ٢٠١٤م کې دخيبرپښتونخوا سرښار پيښور کې دپوځ په تابيا په چليدونکي ارمي پبلک سکول دطالبانو حمله کې د١٣٠ؤ څخه دزياتو ماشومانو په ګډون د١٥٠ؤ کسانو دوژل کيدو وروستو پاکستان کې دمرګ دسزا څخه بنديز پورته کړل شوى ؤ.

ايمنسټي انټرنيشنل روانه اوونۍ کې خپل يو راپور کې وئيلي وؤ چې په نړيواله کچه کال ٢٠١٥م کې 1,634 کسان تيزندي کړل شوي ، دغه شميره د1989م څخه راپديخوا ترټولو زياته ده.

دايمنسټي انټرنيشنل دجنوبي ايشياء ددفتر ډائريکټر چمپا پټيل وئيلي وؤ چې پاکستان تيرکال 326 کسان تيزندي کړي، خو په دغو تيزندي کړل شوؤ کسانو کې اکثريت دهاغو خلکو سره دى چې دترهه ګرۍ سره يې څه تعلق نۀ ؤ.

XS
SM
MD
LG