لاس رسیدونکی لینک

افغانستان کې دتشدد ملاتړ کوونکي دپاکستان خاوره کاروي،عمرزاخيلوال


اسلام اباد کې يوې غونډې ته دوينا په مهال عمرزاخيلوال وويل” مونږ په اعلان شوې توګه نۀ خو ديوبل سره دجنګ اؤ نۀ هم دامن په حالت کې يو“ .

پاکستان کې دافغانستان سفير عمرزاخيلوال وئيلي دي چې افغانستان کې دتشدد ملاتړ کوونکي اوس هم دپاکستان خاوره کاروي.

په ډاګه دې وي چې سږکال دمارچ په مياشت کې دپاکستاني وزيراعظم دخارجه چارو صلاح کار سرتاج عزيز واشنګټن کې دوينا په مهال منلې وه چې دافغان طالبانو مشران پاکستان کې اوسيږي اؤ زياته کړې يې وه” مونږ په هغوي لږ ډير اثرورسوخ لرو ځکه چې دهغوي قيادت پاکستان کې دى، هغوي ځينې روغتيائي اسانتياوې ترلاسه کوي، دهغوي کورنۍ دلته دي“

خو دپاکستان حکومت بيا دا هم وائي افغانستان کې دامن پلوي دى اؤ دښمن يې دپاکستان دښمن دى.

عمر زاخيلوال وويل پاکستان دافغان وضعيت دروند قيمت ادا کوي.

اسلام اباد کې يوې غونډې ته دوينا په مهال عمرزاخيلوال وويل” مونږ په اعلان شوې توګه نۀ خو ديوبل سره دجنګ اؤ نۀ هم دامن په حالت کې يو“ .

هغه وويل چې پاکستان دسيمه ييزې شخړې له امله يو لويې قيمت ادا کوي اؤ زياته يې کړه چې افغانستان اؤ سيمه کې دبې ثباتۍ له امله پاکستان ته کليز د70ؤ څخه تر 80ؤ بلينو ډالرو پورې زيان رسيږي.

افغان سفير دپاکستان اؤ افغانستان ترمينځ اړيکو کې دموجوده تاؤتريخوالي علت دبې باورۍ خنډ وګرځولو اؤ وې وئيل چې ددواړو ګاونډي هيوادونو له لوري دهڅو باوجود هم هغوي ددغه خنډ په ماتولو کې بريالي شوي نۀ دي.

هغه وويل چې جګړې اؤ بې ثباتۍ کابل اؤ اسلام اباد دواړو ته هيڅ ګټه نۀ ده رسولې اؤ وې وئيل چې پکار ده چې امن لنډمهاله نۀ بلکې مستقل اؤ اوږدمهاله وي.

دافغان امن عمل په اړه هغه وويل چې دپاکستان په ګډون ټولې اړونده خواوې افغانستان کې دامن ملاتړکوي خو دخواخوږۍ، احسان يا تحفې په توګه نۀ بلکې دقومي ګټې په توګه نو ځکه دغه عمل دقومي تګلارې په توګه مخ په وړاندې بوتلل پکار دي.

هغه وويل چې افغانستان کې دامن نه بغير پاکستان کې هم امن نۀ شي راتلى.

افغان سفير خبردارى ورکړو چې افغانستان کې دتشدد ملاتړ کوونکي اوس هم دپاکستان خاوره کاروي.

هغه امن لپاره ددواړو هيوادونو دخلکو ترمينځ په پراخه رابطو زور راوړو.

افغان سفير وويل که يو لوري ته دپاکستان اؤ افغانستان ترمينځ دحقيقي، نيغه په نيغه اؤ ګټورو خبرو اترو ضرورت دى نو بل لوري ته دميډيا اؤ مدني ټولنې ترمينځ داسانتيا ورکولو ضرورت هم شته.

افغانستان کې دپاکستاني جنګيالو په ضد دافغانستان له لوري دګامونو دنۀ اخستو لړ کې ديوې پوښتنې په ځواب کې افغان سفير وويل چې دپيښور دارمي پبلک سکول دپيښې دمجرمانو نيولو کې دافغانستان مرسته ضروري ده خو هغه دا هم وويل چې چونکې افغانستان دجګړې په حالت کې دى نو ځکه (ځينو سيمو پورې) دافغان رياست لاسرسى محدود دى.

همدغه راز دپاکستاني وزيراعظم دخارجه چارو صلاح کار سرتاج عزيز وويل افغانستان کې امن لپاره په هلو ځلو بوختې څلور ملکي ډلې ته به دا فيصله کول وي چې بايد دهاغو عناصرو په اړه څه رقم ګامونه واخستل کوم چې دامن عمل کې ګډون څخه انکار کوي.

سرتاج عزيز وويل چې پاکستان دشريکې ذمه وارۍ داصول لاندې دافغان جوړجاړي عمل کې دصلاح مشورې ورکولو کردار ادا کوي.

هغه وويل چې په تيرو ١٥ؤ کلونو کې افغانستان کې ځانګړى عسکري سوچ ګټور نۀ دى ثابت شوى نو ځکه مهمه دا ده چې د(خبرو اترو)عمل دوامداره وساتل شي اؤ ددغه عمل دتالا ترغه کوونکو دهڅو مخنيوى وشي.

سرتاج عزيز وويل چې پاکستان افغانستان کې دتشدد له امله دافغان اولس درد محسوسوي اؤ زياته يې کړه چې پاکستان پخپله هم دترهه ګرۍ ښکار هيوا دى، سرتاج عزيز دې لړ کې اوس اوس دچارسدې اؤ لاهور حملو ته ګوته ونيوله، هغه وويل نو ځکه پاکستان ددې سوچ ملاتړ کوي چې افغانستان کې دجوړجاړي دعمل اخري مقصد تشدد کې کمى اؤ خاتمه پکار ده.

تيره مياشت کابل کې دپاکستان، افغانستان ، چين اؤ امريکا په استازو دمشتملې ډلې دغونډې ترسره کيدو څخه وروستو جاري شوې ګډه اعلاميه کې هيله څرګنده شوې وه چې دافغان حکومت اؤ افغان طالبانو ترمينځ به دمارچ دمياشتې په لمړۍ اوونۍ کې دپاکستان په کوربه توب دامن مذاکرات ترسره شي خو وروستو طالبانو افغان حکومت سره افغانستان څخه دټولو بهرنو ځواکونو تر وتلو دامن مذاکراتو څخه انکار کړى ؤ اؤ افغان صدر اشرف غني اؤ امريکا په طالبانو مذاکراتو کې دشريکيدو غږ کړى ؤ.

پاکستان تيرکال دجولا ئي مياشت کې دافغان حکومت اؤ افغان طالبانو داستازو ترمينځ تيرو ١٤ؤ کلونو کې په لمړي ځل دنيغ په نيغه خبرو اترو کوربه توب کړى ؤ اؤ دغه غونډه کې دچين اؤ امريکا استازو هم ګډون کړى ؤ

XS
SM
MD
LG