لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دمشق: داعش درې سوه کارکوؤنکي تښتؤلي دي


د البلديه سيمنټ کمپنۍ سره تعلق لرونکي دغه کارکوؤنکي د دمير علاقې سره نزدې تښتؤل شوي دي .
د البلديه سيمنټ کمپنۍ سره تعلق لرونکي دغه کارکوؤنکي د دمير علاقې سره نزدې تښتؤل شوي دي .

د شام سرکاري ټيلي ويژن خبر ورکړی دی چې د پلازمينې شمال ختيځه علاقه کې د داعش وسله والو د سيمټو درې سوه کار کوؤنکي تښؤلي دي .

راپورونه وايي د البلديه سيمنټ کمپنۍ سره تعلق لرونکي دغه کارکوؤنکي د دمير علاقې سره نزدې تښتؤل شوي دي . د کمپنۍ چارواکو وئيلي د کارکوؤنکو سره يې هيڅ رابطه نه ده شوې .

له دې وړاندې هم روانه اونۍ د داعش وسله والو په دمير کې د پوځ په پوستو بريدونه کړي او ۱۲ عسکر پکې وژل شوي وو . حکومت د دغو بريدونو په ځواب کې په علاقه کې هوايي بمباري کړې وه .

ځايي خلکو وئيلي وسله والو د ګل په ورځ د سيمټو په فېکټرۍ حمله کړې او بيا د ۲۵۰ نه زيات کارکوؤنکي ورک دي .

د دمير ختيځه علاقه د داعش او لويديځه د ياغيانو په ولقه کې ده . ولې دغه اوس هم مهم ځايونه چې پکې پوځي اډې او د بجلۍ تنصيبات شامل دي د حکومت سره دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG