لاس رسیدونکی لینک

دجنوبي پنجاب عملياتو کې دترهه ګرو١٠٠ مرسته کوونکي ګرفتار


دپنجاب پوليسو وياند نبيله غضنفر وائس اف امريکا سره خبرو کې وويل دتيرو پينځوؤ ورځو راهسې دډيره غازې کچى سيمه کې دترهه ګرو اؤ جرائم پيشه عناصرو په ضد عمليات روان دي.

پوليس وائي دپاکستان دپنجاب صوبې جنوبي سيمو کې دپوځ په مرستې سره پيل کړل شوؤ عملياتو کې دتيرو پينځوؤ ورځو په مهال دترهه ګرو د١٠٠ؤ څخه زيات مرسته کوونکي نيول شوي دي.

دپنجاب پوليسو وياند نبيله غضنفر وائس اف امريکا سره خبرو کې وويل دتيرو پينځوؤ ورځو راهسې دډيره غازې کچى سيمه کې دترهه ګرو اؤ جرائم پيشه عناصرو په ضد عمليات روان دي.

دپوليس وياند ترمخه دترهه ګرو په ضد غو عملياتو کې دترهه ګرۍ دمخنيوي محکمه، ايليټ فورس اؤ پنجاب رينجرز برخه اخلي چې ورته دپاکستاني پوځ ملاتړ هم ترلاسه دى، دغه عمليات دتيرو پينځوؤ ورځو راهسې دوامداره دي چې پکې دترهه ګرو ١٠٠ مرسته کوونکي نيول شوي اؤ پکې درې ژوبل شوي هم دي، دپوليسو ترمخه نيول شوؤ کسانو سره وسله هم وه.

دپنجاب پوليسو دوياند ترمخه کومه سيمه کې چې دغه عمليات روان هلته دسندهـ،بلوچستان اؤ پنجاب پولې خپلو کې يو کيږي اؤ دغه عمليات دخفيه معلوماتو په اساس کيږي.

تيره ورځ دپاکستاني پوځ دعامه اړيکو څانګې وئيلي وؤ دپاکستان جنوبي پنجاب کې دترهه ګرو په ضد عمليات روان دي چې پکې پوليسو، رينجرز اؤ دترهه ګرۍ دمخنيوي ځواکونو ته دپوځ مرسته هم ترلاسه ده.

دائي ايس پي ار ترمخه جنوبي پنجاب کې دترهه ګرو اؤ مجرمانو په ضد عمليات روان دي اؤ زياته کړې يې ده چې شمالي وزيرستان کې دضرب عضب عملياتو له امله ترهه ګر دروجهان لرې پرتو سيمو اؤ درحيم يار خان کچى سيمو کې پټ شوي دي.

دغه عمليات دلاهور دکورکمانډر ليفټننټ جنرل صادق علي په مشرۍ کې روان دي چې پکې دپنجاب پوليس اؤ دترهه ګرۍ دمخنيوي ځواکونه برخه اخلي.

څو ورځې دمخه دپنجاب دسرښار لاهور په اقبال ډاؤن سيمه کې يو خونړي ځانمرګي بريد کې دښځو اؤ ماشومانو په ګډون د٧٠ؤ څخه دزياتو کسانو دوژل کيدو وروستو ميډيا کې دعسکري چارواکو له خُلې وئيل شوي وؤ چې پوځ ټول پنجاب کې دتندروه ډلو په ضد دعملياتو پريکړه کړې ده.

دلاهور دځانمرګي بريد څخه وروستو دجنرل راحيل شريف په مشرۍ دلوړې کچې يوه عسکري غونډه کې دپوځ سرلښکر خفيه ادارو ته ددغه حملې دذمه وارانو دلټولو اؤ دقانون منګولو ته دراکش کولو امر کړى ؤ.

دپنجاب درحيم يارخان، راجن پور اؤ ډيره غازي خان په ګډون ځينې سيمې دترهه ګرو اؤ کالعدم تنظيمونو محفوظې ځالې ګڼل کيږي خو دغو سيمو کې تر دې مهاله منظم عمليات نۀ وؤ ترسره کړى شوي اؤ تر دې چې دپنجاب صوبې واکمنانو صوبه کې دترهه ګرو دځالو دموجودګۍ څخه تراوسه انکار کولو.

څو ورځې دمخه دپنجاب دقانون وزير رانا ثناء الله وئيلي وؤ چې پنجاب کې دترهه ګرو پټې ځالې نشته اؤ نۀ هم پکې نوګو ايريا شته ، هغه وئيلي وؤ که سره ددې ثبوت وي نو مخې ته دې يې راوړي.

XS
SM
MD
LG