لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اروپا څخه دمهاجرينو په ورستنيدو ترکي کې انديښنه


د جمعې په ورځ دترکي اؤ اروپائي اتحاديې ترمينځ دترسره شوې لوظنامې لاندې يونان څخه دنورو ٢٠٠ؤ مهاجرينو دکهيپ ترکي ته درسيدو هيله ده.
د جمعې په ورځ دترکي اؤ اروپائي اتحاديې ترمينځ دترسره شوې لوظنامې لاندې يونان څخه دنورو ٢٠٠ؤ مهاجرينو دکهيپ ترکي ته درسيدو هيله ده.

په ترک بندرګاه دکيلي دګل په ورځ دترکي دبشري حقونود فعاله غړويوې وړې ډلې اروپا څخه دليږل شوؤ مهاجرينو دلمړۍ کشتۍ هرکلى کړى دى.

د جمعې په ورځ دترکي اؤ اروپائي اتحاديې ترمينځ دترسره شوې لوظنامې لاندې يونان څخه دنورو ٢٠٠ؤ مهاجرينو دکهيپ ترکي ته درسيدو هيله ده.

خو ترک وګړي په دې اړه انديښنه لري چې کوم مهاجرين خپلو ملکونو ته ستنيدل نۀ غواړي ايا هغوي ته ترکي کې اوسيدل پکار دي که نه.

دغه لوظنامه کې ترکي سره داربو ډالرو دامداد اؤ وګړو ته يې اروپا ته پرته له ويزې څخه دسفر دممکنه اجازې وعده شوې ده، خو ځينې ترک وګړي وائي دې کې اروپائي اتحاديه کې دترکي دشموليت لړ کې زړۀ پورې پرمختګ نۀ دى شوى.

خو ترک صدر رجب طيب اردوان ته په داسې وخت کې ددغه لوظنامې له لارې دخپل پوزيشن دمضبوطولو موقع په لاس ورغلې چې دهغه حکومت دترکي جنوب کې دکرد بيلتون خوښو په ضد عمليات اؤ دملک دميډيا په ضد کارروائي پيل کړې.

دمارچ په نيمائي کې دترسره شوې لوظنامې لاندې ته به ترکي ته دمهاجرينو دمدد لاپره ددريوؤ اربو ډالرو څخه زيات امداد ورکولى شي اؤ دهر ليږل کيدونکي پناه لپاره دناهله مهاجر په بدله کې به دترکي څخه يو اهل شامي مهاجر اروپا ته ليږل کيږي.

يونانا اؤ اروپائي اتحاديه به د٢٠م مارچ څخه وروستو يونان ته رسيدونکي ټول مهاجرين بيرته ترکي ته ليږي، يونا وائي ساحل ته يې دروزانه په اساس ددريوؤ څخه تر پينځوؤ سوؤ پورې مهاجرين وررسيږي کوم چې دلوظنامې څخه دوړاندې دروزانه دشميرې څخه ډير کم دي.

دترکي ددريم لويې ښار ازمير باسمين سيمه اروپا ته دتللو دخواهش لرونکو مهاجرينو څخه ډکه وي خو اوس بيرته ترکي ته دليږل کيدو له ويرې خلکو سمندرپورې اروپا ته درسيدو لپاره ددغه ځايې مخه کول پريښي دي.

که هر څو ځينې ترک وګړي دمهاجرينو په ورتګ خوشحاله دي ځکه چې دې سره دهغوي کاروبار کې اضافه شوې ده خو ځينې بيا فکر کوي چې دمهاجرينو موجودګۍ سره به ملک کې بدامنۍ کې اضافه کيږي.

دترکي دحکومت هڅه ده چې بيرته ليږل کيدونکي مهاجرين دخلکو په نظر کې رانۀ شي ترڅو په سيمه ييزه کچه تاؤتريخوالى پيدا نۀ شي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG