لاس رسیدونکی لینک

بنګله ديش کې ازادخياله طالب علم وژل شوى


دپوليسو ترمخه ٢٨ کلن ناظم الدين صمد په جګن ناتهـ يونيورسټۍ کې دقانون طالب علم ؤ اؤ دغلته يې ليکلي وؤ چې” زما هيڅ مذهب نشته“

دبنګله ديش پلازمينه ډهاکه کې دنامعلومو کسانو يوه حمله کې يو ازادخياله ځوان وژل شوى دى.

دپوليسو ترمخه ٢٨ کلن ناظم الدين صمد په جګن ناتهـ يونيورسټۍ کې دقانون طالب علم ؤ اؤ دغلته يې ليکلي وؤ چې” زما هيڅ مذهب نشته“

هغه دشورو په شپه دډهاکې په سوترپور سيمه کې دريوؤ نامعلومو کسانو په يوې تيرې آلې سره سخت زخمى کړى ؤ اؤ وروستو يې په ډزو سره وژلى.

حمله کوونکي دپيښې دځايې څخه تښتيدلي اؤ تر دې مهاله چا ددې پيښې ذمه واري نۀ ده اخستې.

دميډيا راپورونو ترمخه عيني شاهدانو وئيلي دي چې حمله کوونکو په ناظم الدين دحملې کولو څخه وروستو د”دالله اکبر“ نعرې وهلي دي.

دوژل شوي ځوان لړ کې وئيل کيږي چې هغه د”جن جاګرن “ په نوم يو ازادخياله ډله چلوله اؤ پخپله پلرنۍ سيمه سلهټ کې ددې يو فعاله غړى هم پاتې شوى.

دناظم الدين صمد دملګرو ترمخه هغه به دټولنيزو رابطو په ويب پاڼه فيس بک په بنياد پرستو اسلام خوښو خلک په باقاعدګۍ سره نيوکې کولې.

شک څرګندولى شي چې دهغه وژلو کې دانتها خوښو لاس دى ، هغوي تيرکال بنګله ديش کې څلور دبلاګ مصنفين اؤ يو خپرونکى وژلى ؤ اؤ دتندروه ډلو لخوا په لسګونو دغسې ازادخياله خلکو ته په ډاګه دړکې هم کيږي.

XS
SM
MD
LG