لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرمه ايجنسي : نښته کې ١٥ جنګيالي وژل شوي

 دحکومتي سرچينو ترمخه دزيارت په سحر وختي خواؤشا ٥٠ؤ شکمنو ترهه ګرو په درنو وسلو سره منګورسر کې دايف سي ځواکونو په يو چيک پوسټ حمله کړې اؤ امنيتي ځواکونو په ځوابي کارروايۍ کولو سره دغه حمله په شا تمبولې.

دپاکستان په قبائيلي سيمه کرمه ايجنسۍ کې وسله والو جنګيالو دامنيتي ځواکونو په يو چيک پوسټ حملې کړې اؤ په دغه مهال شوې نښته کې ١٥ جنګيالي وژل شوي اؤ شپږ نور ژوبل شوي دي.

دحکومتي سرچينو ترمخه دزيارت په سحر وختي خواؤشا ٥٠ؤ شکمنو ترهه ګرو په درنو وسلو سره منګورسر کې دايف سي ځواکونو په يو چيک پوسټ حمله کړې اؤ امنيتي ځواکونو په ځوابي کارروايۍ کولو سره دغه حمله په شا تمبولې.

دامنيتي سرچينو ترمخه حمله کوونکي دافغانستان په لاره رااوړيدلي وؤ اؤ هم په دغه لاره بيرته تښتيدلي دي.

ددغو عملياتو څخه وروستو ټل اؤ دوآبه سيمو کې دلټونې عمليات هم ترسره شوي چې پکې ١٠ شکمن کسان نيول شوي دي، دنيول شوؤ کسانو دقبضې څخه وسله اؤ لاسي بمونه هم لاسته راوړل شوي دي.

په عين حال کې دخيبرپښتونخوا صوبې سرښار پيښور کې دزيارت په سحر ترسره شوې يوه بمي چاؤدنه کې يو پوليس عسکر وژل شو ى دى.

دچارواکو وينا ده چې دثمرباغ سيمه کې دنامعلومو تندلارو لخوا دسړک په غاړه بارودي مواد ايښودل شوي وؤ چې په نتيجه کې يې چاؤدنه وشوه اؤ دغه چاؤدنه کې يو پوليس عسکر وژل شوى اؤ يو لاروى ژوبل شوى دى، چاؤدنه دريموټ کنټرول له لارې شوې ده.

دپاکستان خيبرپښتونخوا صوبه دترهه ګرۍ له امله ترټولوزياته اغيزمنه شوې ده،عسکري اؤ حکومتي چارواکو دعوه لرله چې شمالي وزيرستان کې روانو عملياتو ضرب عضب کې يې دترهه ګرو ملا ماته کړې اؤ اوس هغوي دمنظمو حملو توان نۀ لري خو دسږکال دپيل څخه ټول هيواد اؤ په ځانګړې توګه خيبرپښتونخوا کې دتشدد پيښو کې يوځل بيا اضافه راغلې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

ماهرین په کور د ساتل شوو څاروو د ښه صحت دپاره شنه ګیاه اهمه بلي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG