لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور: د پوليو ټيم ساتونکو پوليس باندې بمي چاؤدنه، يو سرتېری مړ


د پېښې وروستو په سيمه کې د پوليو ضد روان کمپائن ځنډول شوی نه دی  د معمول مطابق د پوليو ټيمونه کورپه کور ګرځي
د پېښې وروستو په سيمه کې د پوليو ضد روان کمپائن ځنډول شوی نه دی  د معمول مطابق د پوليو ټيمونه کورپه کور ګرځي

د پاکستان خېبر پښتونخوا صوبې سر ښار پېښور کې نن د زيارت په ورځ سحر د سړک غاړې ښخ بمي چاودنه کې يو پوليس وژل شوی او د دوه نورو پوليسو په ګډون درې تنه ژوبل شوي دي .

د پېښور پوليس چارواکي وائي د ښار بدو ثمر باغ سيمه کې د پوليو کمپائن روان وو او پوليس په موبائيل کې د پوليو کارکوؤنکو په ساتنه مامور وو چې د بمي چاودنې ښکار شو .

چارواکي وائي د پېښې وروستو په سيمه کې د پوليو ضد روان کمپائن ځنډول شوی نه دی د معمول مطابق د پوليو ټيمونه کورپه کور ګرځي او د پينځوؤ کالو نه کم عمره ماشومانو ته څاڅکي ورکوي .

د پېښې زمه واري تر دې دمه چا نه ده قبوله کړې .

له دې وړاندې هم د خېبرپښتونخوا صوبې او د پاکستان په نورو برخو کې د پوليو کارکوؤنکو او د دوي په ساتونکو پوليس باندې وژونکي حملې شوي دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG