لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: د بارانونو له امله ۲۱۲ کسان مړه شوي دي، اېن ډي اېم ای


د بارانونو له امله تر ټولو زيات زاني زيان په خېبرپښتونخوا صوبه کې رامنځته شوی دی او هلته ۱۰۴ کسان مړه او ۷۸ ژوبل شوي دي .
د بارانونو له امله تر ټولو زيات زاني زيان په خېبرپښتونخوا صوبه کې رامنځته شوی دی او هلته ۱۰۴ کسان مړه او ۷۸ ژوبل شوي دي .

د قدرتي افتونو په وخت د انتظام د پاکستان قامي ادارې ( اېن ډي اېم ای) وئيلي پاکستان کې د تېرې مياشتې راهسې پېل شوؤ تېزو بارانونو او سېلابونو له امله رامنځته شوؤ پېښو کې ۲۱۲ کسان مړه او ۱۸۸ ژوبل شوي دي .

اېن ډي اېم ای چې نن د نهې په ورځ تازه شمېره خپره کړې پکې وئيل شوي د بارانونو له امله تر ټولو زيات زاني زيان په خېبرپښتونخوا صوبه کې رامنځته شوی دی او هلته ۱۰۴ کسان مړه او ۷۸ ژوبل شوي دي .

د دې ترڅنګ په قبائيلو سيمو کې ۳۱ کسان مړه او ۳۸ نور ژوبل شوي دي .

اېن ډي اېم ای وئيلي د بارانونو لمړۍ سلسله د نهم مارچ نه پېل شوې وه او نن د نهې د ورځې پورې ټوله دغه شمېره رايوځايې کړی شوې ده .

او د بارانونو تازه سلسله چې دوه ورځې وړاندې پېل شوې وه په دې کې ټول ۷۱ کسان مړه شوي چې پکې ۴۸و په خېبرپښتونخوا صوبه کې ژوند د لاسه ورکړی دی .

بل لور ته د قدرتي افتونو په وخت د انتظام د خېبرپښتونخوا صوبايي ادارې (پي ډي اېم ای) په خپل تازه راپور کې وئيلي په صوبه کې د بارانونو له امله ۶۴ کسان مړه او ۵۵ نور ژوبل شوي دي .

د پي ډي اېم ای ترمخه په شانګله پار ضلع کې ۱۷، کوهستان کې ۱۴ او سوات کې ۱۳ کسان مړه شوي دي . د دې نه علاوه د صوبې په نورو ۱۱ ضلعو کې د بارانونو له امله رامنځته شوؤ پېښو کې مرګ ژوبلې اوختي دي .

اېن ډي اېم ای وئيلي د باران په لمړۍ سلسله کې قبائيلي سيمو کې ۳۸ کسان مړه او ۴۸ ژوبل شوي وو په دې شمېره کې اووه کسان په اورکزۍ ايجنسۍ کې د سکرو په کان کې مړه شوي وو . دغه رنګ په بلوچستان صوبه کې۱۹ کسان مړه ۲۰ ژوبل او پنجاب کې ۱۴ مړه او ۱۸ژوبل شوي وو .

د باران تازه او دويمې سلسلې يواځې خېبرپښتونخوا، ګلګت بلتستان او د پاکستان د انتظام لاندې کشمير سيمې ځپلي دي . ګلګت بلتستان کې ۱۵ او کشمير کې اته کسان مړه شوي دي .

اېن ډي اېم ای وئيلي د بارانونو له ټول ۱۴۲۸ کورونو ته زيان اوختی دی .

تر ټولو زيات ۷۷۱ کورونه په کشمير او په دويم نمبر ۳۵۹ په خېبرپښتونخوا صوبه کې تباه شوي دي .

او پي ډي اېم ای وئيلي بارانونو په سوات، بره دير، شانګله پار او اېبټ ضلعو کې زياتو کورونو ته زيان اړولی دی او صوبه کې د تباه شوؤ کورونو شمېره ۹۱۰ ريکارډ شوې او په ځينو سيمو کې لا پوره معلومات نه دي رايوځاې کړی شوي .

اېن ډي اېم ای وئيلي د باران نه اغېزمنو سيمو کې ۵۰۷ ټېنټونه او ۳۵.۶ ټنه خوراک ورکړی شوی دی .

بل لور ته د موسمياتو محکمې په راتلونکو دوه درېو ورځو کې د ملک په مېداني علاقو کې د وچ موسم او په غريئزه سيمو کې ځايې په ځايې د نري باران امکان څرګند کړی دی .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG