لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

  امريکاـ پاکستان له نهه نوې هيلې کاپټرې تياروي


دغه هيلي کاپټرې به پاکستان ته د بهرني پوځي سازوسامان د خرڅولو د پرواګرام لاندې ورکولی شي .
دغه هيلي کاپټرې به پاکستان ته د بهرني پوځي سازوسامان د خرڅولو د پرواګرام لاندې ورکولی شي .

د امريکې د دفاع محکمې په يو بيان کې وئيلي چې امريکا به پاکستان ته نهه نوې جنګي هيلي کاپټرې ورکوي او د دغو هيلي کاپټرو د تيارولو دپاره ټيکه ورکړی شوې ده .

د محکمه دفاع د بيان ترمخه د امريکې بحريه د هيلي کاپټرو د تيارولو دپاره بيل هيلي کاپټر کمپنۍ ته د ۱۷ کروړه ډالرو ټېکه ورکړې او په دغه رقم به نهه " ای اېچ-ون زېډ وائپر اټېک هيلي کاپټرې" تيارولی شي .

دغه هيلي کاپټرې به پاکستان ته د بهرني پوځي سازوسامان د خرڅولو د پرواګرام لاندې ورکولی شي . او هيله څرګند کړی شوې چې دغه کار به د ستمبر کال ۲۰۱۸م پورې سر ته ورسي .

راپورونه وايي د دوه انجنو دا جنګي هيلي کاپټرې د سُپرکوبرا هيلي کاپټرو نوی شکل دی کوم چې د امريکې د ميرين کور هم کاروي . دا هيلي کاپټرې په يوه ساعت کې د ۴۲۰ کلوميټره نه تر ۶۱۰ کلوميټره پورې رفتار کوي .

د بيان ترمخه په دې ټېکه کې به نهه " ای اېچ-ون زېډ وائپر اټېک هيلي کاپټرې" تيارول کيږي او د دې ورکولو سره به نهه ايندهن کټونه هم د پاکستان حکومت ته ورکړی کيږي .

راپورونه وايي د امريکې خارجه محکمې يو کال وړاندې پاکستان ته د دغو هيلي کاپټرو او نورو پوځي سازوسامان ورکولو منظوري ورکړې وه .

د روان کال په لمړو کې هم امريکې خواؤشا د ۷۰کروړه ډالرو ماليت د اته اېف ـ سوله جنګي الوتکو پاکستان باندې د خرڅولو منظورې ورکړې وه د کوم چې هند سخت مخالفت کړی ؤ .

د روان کال فرورۍ په مياشت کې د سټاک هوم انټرنيشنل پيس ريسرچ انسټيټيوټ (سِپري) په نوم يوې نوميالۍ نړيوالې ادارې په خپل يو راپور کې وئيلي ؤ چې تېر کال پاکستان د نړۍ په هغو هېوادونو کې په لسم نمبر ؤ کوم چې د بهر نه وسلې راغواړي، سعودي عرب په دغو ملکونو کې په لمړي او هند په دويم نمبر دی .

د سِپری ادارې وئيلي ؤ چې په کال ۲۰۱۵م کې پاکستان د ۳۷ کروړه او ۵۰ لاکه ډالرو وسله د بهر ملکونو نه راغوښتې ده ، او د دې په مقابله کې هند د درې اربه ۷۰کروړه او ۸۰ لاکه ډالرو وسله اخستې ده .

هند په کال ۲۰۱۴م کې په نړۍ کې د بهر نه ترټولو زيات وسله راغوښتونکی ملک ؤ ، او پاکستان په دغه کال کې د لسو هېوادونو په شمېره کې په نهم نمبرؤ . پاکستان زياتې وسلې د امريکې او چين نه اخلي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG