لاس رسیدونکی لینک

دنوازشريف کورنۍ هم پاناما دستاويزاتو کې شامل


دپاناما لا فرم موساک فونسيکا کې نامعلومو سرچينو واشنګټن کې قائم انټرنيشنل کنسورشيئم اف انويسټيګيو جرنلسټس( ائي سي ائي جى) نومې يو تنظيم ته دفرم يو کروړه اؤ ١٥ لکه دستاويزات ورکړي چې ترې معلومه شوې ده دنړۍ ترټولو طاقتورو شخصياتو خپلو ملکونو کې دټيکسونو څخه بچ کيدو لپاره خپله پيسه دملک څخه بهر ليږلې اؤ ايښودې ده.

دتاريخ لويې انکشاف پاناما دستاويزاتو کې دنوم دراتللو څخه وروستو دپاکستاني وزيراعظم نوازشريف کورنۍ دګل په ورځ دخپلو اف شور يعنې بهر ملکي کمپنيو دملکيت دفاع کړې ده.

دپاناما لا فرم موساک فونسيکا کې نامعلومو سرچينو واشنګټن کې قائم انټرنيشنل کنسورشيئم اف انويسټيګيو جرنلسټس( ائي سي ائي جى) نومې يو تنظيم ته دفرم يو کروړه اؤ ١٥ لکه دستاويزات ورکړي چې ترې معلومه شوې ده دنړۍ ترټولو طاقتورو شخصياتو خپلو ملکونو کې دټيکسونو څخه بچ کيدو لپاره خپله پيسه دملک څخه بهر ليږلې اؤ ايښودې ده.

دغه فرم به دغسې کسانو ته دپيسو دهيواد څخه بهر سرمايه کرۍ کې مرسته ورکوله.

دې شخصياتو کې دپاکستان وزيراعظم نوازشريف اؤ دهغه ددريوؤ بچو مريم، حسن اؤ حسين نومونه شامل دي، ريکارډ څخه په ډاګه کيږي چې دغه کسان دبهرنو کمپنيو په ذريعه لندن کې دجائيداد مالکان دي.

ددغه انکشاف څخه وروستو پاکستان کې دحزب اختلاف ديو ګوند تحريک انصاف مشر عمران خان دوزيراعظم نوازشريف په ضد دسمدستي کارروايۍ غوښتنه کړې ده.

هغه دټولنيزو رابطو په ويب پاڼه ټوئټر ليکلي دي” دهيواد څخه بهر دنوازشريف ددولت دانکشاف کيدو سره زمونږ ددريځ يوځل بيا پخلى شوى“ عمران خان اړونده ادارو څخه دکارروايۍ غوښتنه کړې ده.

خو دنوازشريف ځوې حسين نواز دپاکستان ديو شخصي ټي وي چينل سره خبرو کې وئيلي دي دهغوي کورنۍ څه غلط نۀ دي کړي اؤ نۀ يې هم لندن کې جائيداد اؤ دهيواد څخه بهر کمپنۍ پټې کړي.

هغه وويل دا دبرطانوي اؤ نورو ملکونو دقوانينو سره سم ګام دى اؤ دغسې ځکه کولى شي ترڅو په قانوني طريقې سره دغيرضروري ټيکسونو څخه ځان وساتلى شي.

دائي سي ائي جى راپور کې وئيل شوي دي چې دټولې نړۍ څخه ١٤٠ؤ سياست دانان اؤ سرکاري چارواکي دملک څخه بهر کمپنۍ لري، دغو کسانو کې ١٢ موجوده يا پخواني نړيوال مشران هم شامل دي چې پکې دپاکستان اؤ ائس لينډ وزيراعظمان، ديوکرين اؤ ارجنټينا صدران اؤ دسعودي عرب بادشاه هم شامل دي.

دې کې دهاغو ٣٣ؤ کمپنيو اؤ کسانو نومونه هم موجود دي چې امريکائي حکومت دغلطو کړنو دبيلګې په توګه دميکسيکو دنشه اي موادو خرڅونکي اؤ دترهه ګريزو تنظيمونو يا شمالي کوريا پشان دخودسره ملکونو سره په کاروبار کولو بليک لسټ کې شامل دي.

راپور کې وئيل شوي دي چې څنګه لويې بينکونه دټيکس څخه بچ کيدو لپاره دهيواد څخه بهر کمپنيو جوړولو کې مددګار ثابت شوي.

دخپلو ګاهکانو لپاره د٥٠٠ؤ څخه زياتو بينکونو، دهغوي ذيلي ادارو اؤ دهغوي څانګو دموساک فونسيکا په ذريعه دملک څخه بهر ١٥ زره کمپنۍ جوړې کړي.

خو پاناما کې قائم موساک فونسيکا واشنګټن پوسټ ته وئيلي دنړۍ دمالي قواعدو مکمله پابندي کوي اؤ دخپلو څلويښت کلنو کارروائيو په مهال پرې کله هم مجرمانه هلو ځلو کې دککړتيا تور نۀ دى لګيدلى.

XS
SM
MD
LG