لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

يونان څخه ترکي ته دمهاجرينو دستنيدو عمل شروع


اروپا کې دمهاجرينو دداخلې دمحدودولو لاپره دترکي اؤ اروپائي اتحاديې ترمينځ دترسره شوې لوظنامې لاندې دغه دمهاجرينو دلمړۍ ډلې واپسي وه.
اروپا کې دمهاجرينو دداخلې دمحدودولو لاپره دترکي اؤ اروپائي اتحاديې ترمينځ دترسره شوې لوظنامې لاندې دغه دمهاجرينو دلمړۍ ډلې واپسي وه.

دګل په ورځ ديونان ددليسبوس اؤ شيوش جزيرو څخه چارواکو په سخت امنيتي تدابيرو کې ٢٠٢ مهاجرين په کشتو کې کښينولي اؤ دترکي په لوري يې روان کړي دي.

اروپا کې دمهاجرينو دداخلې دمحدودولو لاپره دترکي اؤ اروپائي اتحاديې ترمينځ دترسره شوې لوظنامې لاندې دغه دمهاجرينو دلمړۍ ډلې واپسي وه.

په دغه لوظنامه دبشري حقونو دتنظيمونو له لوري سختې نيوکې روانې دي، ددغه لوظنامې لاندې به په سلګونو مهاجرين ترکي ته بيرته ليږلى شي.

ترک چارواکي وئيلي دي هغوي هيله لري چې دګل په ورځ دډکيلي بندرګاه ته ٥٠٠ کسان بيرته ستنولى شي.

خبري ادارې ايسوسي ايټډ پريس دسيمه ييزو چارواکو له خُلې وئيلي دي دغو مهاجرينو کې ددوؤ شاميانو څخه پرته ټول پاکستانيان دي.

د٢٠ مارچ خه دنافذ شوې دغه لوظنامې څخه وروستو ديونان په جزيرو د٤ؤ زرو څخه زيات مهاجرين نيول شوي.

دلوظنامې ترمخه به يونان څخه ترکي ته دليږل کيدونکي هر نااهل مهاجر په بدله کې يو اهل مهاجر دترکي څخه اروپائي اتحاديه کې ابادولى شي.

ددغه لوظنامې مقصد دانساني سمګلنګ کاروبار ختمول دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG