لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: د بارانونو له امله رامنځته شوؤ پېښو کې د مړو شمېره ۷۱ ته رسېدلې


د باران سره اړونده پښو کې تر ټولو زيات يواځې په خېبرپښتونخوا صوبه کې ۴۷ کسان مړه شوي دي .
د باران سره اړونده پښو کې تر ټولو زيات يواځې په خېبرپښتونخوا صوبه کې ۴۷ کسان مړه شوي دي .

د پاکستان خېبرپښتونخوا صوبه، ګلګت بلتستان او د پاکستان د انتظام لاندې کشمير کې د تېزو بارانونو له امله رامنځته شوؤ پېښو کې د مړو شمېره ۷۱ ته رسېدلې ده .

د سرکاري ميډيا ترمخه د باران سره اړونده پېښو کې تر ټولو زيات يواځې په خېبرپښتونخوا صوبه کې ۴۷ کسان مړه شوي دي .

د قدرتي افتونو په وخت د انتظام د خېبرپښتونخوا صوبايي ادارې (پي ډي اېم ای) د وياند ترمخه شانګله پار ضلع کې ۱۴، کوهستان کې ۱۲ او سوات کې اته کسان مړه شوي دي .

د دې ترڅنګ نورې پېښې په بنو، بټګرام، چترال، مردان، بره دير، چارسده، ملاکنډ او مانسهره ضلعو کې رامنځته شوي دي .

خېبرپښتونخوا صوبه کې د تېرې جمعې د ورځې راهسې شورو شوؤ تېزو بارانونو په نتيجه کې د کورونو چهتونو غورځېدلي او ديوالونه نړيدلي او زاني زيان يې اړولی دی .

د پي ډي اېم ای ترمخه باران ځپلو سيمو کې ۴۱ کسان ژوبل او ۶۰ کورونه هم تباه شوي دي .

د قدرتي افتونو په وخت د انتظام قامي ادارې (اېن ډي اېم ای) د تازه راپور ترمخه د خېبرپښتونخوا صوبې په چترال، شانګله، سوات او مانسهره کې د غرونو ښوېدو په نتيجه کې شپږ کسان مړه او ۱۱ نور ژوبل شوي دي .

د ادارې ترمخه په سيمه کې امدادي کارونه روان دي .

راپورونه وايي د غرونو راښوېدو له امله د ګلګت بلتستان لاره بنده شوې او شاهراه قراقرم ته سخت زيان اوختی دی او په سيمه کې د بارانونو له امله په تعليمي ادارو کې چهټي اعلان شوې ده .

ګلګت بلتستان او د پاکستان د انتظام لاندې کشمير کې د غرونو ښوېدو او کورونو غورځېدو په نتيجه کې مرګ ژوبلې رامنځته شوي دي .

د موسمياتو محکمې راتلونکې شواروځ کې په کشمير، ګلګت بلتستان او هزاره ډويژن کې د پړق پړوق سره د نور باران او راتلونکو دوه درېو ورځو کې د ملک په غريئزه سيمو کې ځايې په ځايې د نري باران امکان څرګند کړی دی .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG