لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دشام پلميرا ښار کې د٤٠ؤ کسانو اجتماعي قبر موندل شوى


 دچارواکو وينا ده چې دغه قبر څخه خواؤشا ٤٠ مړي ترلاسه شوي چې پکې دښځو اؤ ماشومانو مړي هم شامل دي، دغو کسانو کې دځينو سرونه دتن څخه جدا دي.
دچارواکو وينا ده چې دغه قبر څخه خواؤشا ٤٠ مړي ترلاسه شوي چې پکې دښځو اؤ ماشومانو مړي هم شامل دي، دغو کسانو کې دځينو سرونه دتن څخه جدا دي.

شامي چارواکو وئيلي دي چې پوځ ته پلميرا سيمه کې يو اجتماعي قبر په لاس ورغلى دى.

دچارواکو وينا ده چې دغه قبر څخه خواؤشا ٤٠ مړي ترلاسه شوي چې پکې دښځو اؤ ماشومانو مړي هم شامل دي، دغو کسانو کې دځينو سرونه دتن څخه جدا دي.

پوځ تيره اوونۍ دتندروه ډلې داعش څخه په پلميرا ښار بيرته واک ترلاسه کړى ؤ.

لندن کې بنياد لرونکې ډلې سيرئين آبزرويټري فار هيومن رائټس ددغه اجتماعي قبر دموندل کيدو پخلى کړى دى.

دغه څارونکې ډلې دا هم وئيلي دي چې په پلميرا ښار دخواؤشا ١٠ؤ مياشتو پورې دقبضې په مهال داعش خواؤشا ٣٠٠ کسان هم وژلي دي اؤ هغوي دښار په خواؤشا کې ښخ کړي دي.

له دې وړاندې به پلميرا ښار ته هر کال په لکونو سيلګري ورتلل.

داعش په دغه ښار مئ،٢٠١٥م کې دڅو اوونو دننه دحکومتي پوځ څخه قبضه کړې وه، وروستو دغه ترهه ګريزې ډلې درومي دقيمتي اثار قديمه ګڼې نمونې نړولې وې ، کومې چې دملګرو ملتونو ثقافتي ادارې عالمي ورثه ګرځولې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG