لاس رسیدونکی لینک

ويسټ انډيز دټي ټوئنټي نړيوال اتل جوړ شو


دمارلن سيمؤلز اننګز دويسټ انډيز ګټه کې مهم کردار ادا کړى خو په اخري اوور کې کارلوس بريتهويټ په څلورو بالونو پرله پسې څلور چکې ووهلې اؤ دويسټ انډيز ګټه يې يقيني کړه.

دويسټ انډيز ټيم دمارلن سيموئلز دغوره بيټنګ اؤ دبريتهويټ لخوا اخري اوور کې دڅلورو پرله پسې چکو په مدد سره انګلينډ ته په ٤ؤ وکټو ماتې ورکړې اؤ دټي ټوئنټي عالمي چمپئين جوړ شوى دى.

دمارلن سيمؤلز اننګز دويسټ انډيز ګټه کې مهم کردار ادا کړى خو په اخري اوور کې کارلوس بريتهويټ په څلورو بالونو پرله پسې څلور چکې ووهلې اؤ دويسټ انډيز ګټه يې يقيني کړه.

دويسټ انډين کټرانو جشن دکرکټ دمينه والو خوشحالي يو په دوه کړه، دډيرن سيمي اليون دجشن نمانځلو لپاره دکرکټ په ميدان کې دويسټ انډيز دښځو ټيم هم موجود ؤ، دويسټ انډيز دښځو دکرکټ ټيم هم اسټريلين ويمنز ټيم ته په ماتې ورکولو سره په لمړي ځل دورلډ ټي ټوئنتي داتلانو اعزاز ترلاسه کړى دى.

دويسټ انډيز کرکټ ټيم ٢٠١٢م کې هم سري لنکا ته په ماتې ورکولو سره په لمړي ځل دټي ټوئنټي دچيمپئن جوړيدو اعزاز ترلاسه کړى ؤ، په هاغه وخت هم دټيم مشري ډيرن سيمي کوله اؤ دفائنل مين اف دي ميچ مارلن سيمؤلز ؤ ، څوک چې داتوار په ورځ لوبول شوي فائنل کې هم تر ټولو غوره لوبغاړى ګرځول شوى.

دکوربه ټيم هند ورات کوهلي دسيريز ترټولو غوره لوبغاړى ګرځول شوى ىد.

هند دورلډ ټي ټوئنتي لمړى ټائټل ٢٠١٧م کې پخپل نوم کړى ؤ، پاکستان ٢٠٠٩م کې دورلډ ټي ټوئنتي اتل پاتې شوى، انګلينډ اؤ سري لنکا هم يو ،يوځل دورلډ ټي ټوئنتي ټائټل ګټلى دى.

دويسټ انډيز سيموئل ددوؤ چکو اؤ٩ؤ چوکو په مدد سره په ٦٦ بالونو ٨٥(ناټ اؤټ)، ډي جى براؤ ديوې چکې اؤ يوې چوکې په مدد سره په ٢٧ؤ بالونو ٢٥ اؤ بريتهويټ دڅلورو چکو اؤ يوې چوکې په مدد سره په ٢٣ؤ بالونو ٣٤ رنز جوړ کړي دي.

دانګلينډ لخوا ولى درې، روټ دوه اؤ رشيد دوه وکټې ترلاسه کړي دي.

له دې وړاندې دټي ټوئنټي ورلډ کپ په فائنل ميچ کې انګلينډ ويسټ انډيز ته دګټې لپاره د١٥٦ رنز هدف ټاکلى ؤ

دټاس ګټلو وروستو ويسټ انډيز انګلينډ ته دلمړي بيټنګ بلنه ورکړه اؤ انګلينډ پۀ مقررو ٢٠ؤ اورونو کې د٩ؤ وکټو په تاوان ١٥٥ رنز جوړ کړل.

دانګلينډ جيسي روئى داوؤ چوکو په مدد سره په ٣٦ؤ بالونو ٥٤، بټلر ددريوؤ چکو اؤ يوې چوکې په مدد سره په ٢٢ بالونو ٣٦ ، ولى ددوؤ چوکو اؤ يوې چوکې په مدد سره په ١٤ؤ بالونو ١٦ رنز جوړ کړي دي، ددې ترڅنګ سټاکس ديارلس، هيلز يو، مارګن پينځه، پلنکټ څلور رنز جوړ کړي اؤ جارډن په ١٢ اؤ رشيد په ٤ رنز ناټ اؤټ پاتې شوي دي.

دويسټ انډيز لخوا براؤ اؤ بريټوهيټ درې ، درې، بدري دوه اؤ رسل يو وکټ ترلاسه کړه.

دټي ټوئنټي ورلډکپ ګټلو لپاره دغه اخري ميچ دهندي ښار کولکتې ايډن ګاډرنز کې دويسټ انډيز اؤ انګلينډ ترمينځ لوبول شوى.

انګلش ټيم داون مورګن په کپتانۍ کې په معين علي، سيم بلنګز، جوزهټلر، ليام ډاسون، اليکس هيلز، کرس جورډن، ليام پلنکټ، عادل رشيد، جوئى روټ، جيس روئى، بين اسټوکس، ريکي ټوپلى، جيم وينز اؤ ډيوډ ويلى مشتمل دى.

دويسټ انډيز ټيم دډيرن سيمي په کپتانۍ کې په سيموئل، بدري، سليمان بين، کارلورس بريتهويټ، ډيون براؤ، جونسن چارلز، کرس ګيل، جيسن هولډر، ايون ليوز، ايشلى نرس، دنيش رامدين، ايندرى رسل، مارلن سيموئل، لينډل سيمنز اؤ جيروم ټيلر شامل دى.

XS
SM
MD
LG