لاس رسیدونکی لینک

دشوال عملياتو کې ٢٥٢ ترهه ګر اؤ٨ پوځيان وژل شوي،ائي ايس پي ار


دائي ايس پي ار څخه دجاري شوي بيان ترمخه دشمالي وزيرستان دشوال ٦٤٠ سکوئير کلو ميټره سيمه(دتندلارو څخه) پاکه کړل شوې اؤ په ټولو اؤ ځانګړې توګه دقبائيلي سيمې په لرې پرتو سيمو حکومتي عملداري بحال کړى شوې ده.

دپاکستان پوځ وائي چې شمالي وزيرستان کې دضرب عضب دوروستي پړاؤ په مهال شوال سيمه کې دروانو عملياتو په مهال ٢٥٢ ترهه ګر وژل شوي اؤ ١٦٠ نور ژوبل شوي اؤ تيرو دوؤ مياشتو کې روانو عملياتو کې دپوځ ٨ عسکرهم وژل شوي اؤ ٤٥ نور ژوبل شوي دي.

دپاکستان پوځ دکال ٢٠١٤م دجون په مياشت کې شمالي وزيرستان کې دتندلارو په ضد عمليات پيل کړي وؤ چې پکې يې تر دې مهاله د٣٤٠٠ؤ څخه دزياتو ترهه ګرو دوژلو اؤ دهغوي دسلګونو ځالو دتباه کولو دعوه کړې خو سيمې پورې ميډيا رسد نۀ لري چې دې امله په ازادانه توګه دغو عملياتو کې دواړو خواؤ ته داوښتې مرګ ژوبلې پخلى نۀ شي کيدى.

پوځ اؤ حکومت دعوه لرله چې دشمالي وزيرستان ددغو عملياتو په نتيجه کې يې دترهه ګرو ملا ماته کړې خو دسږکال دپيل څخه دخيبرپښتونخوا دچارسدې په باچاخان يونيورسټۍ ترهه ګريزې حملې، شبقدر کې دعدالتي ودانۍ ترڅنګ چاؤدنې، پيښور کې دسرکاري ملازمانو په بس دشوې چاؤدنې اؤ تيره اوونۍ دپنجاب صوبې سرښار لاهور کې ديو خونړي ځانمرګي بريد ددغو دعوؤ په اړه پوښتنې راولاړې کړي دي.

دائي ايس پي ار څخه دجاري شوي بيان ترمخه دشمالي وزيرستان دشوال ٦٤٠ سکوئير کلو ميټره سيمه(دتندلارو څخه) پاکه کړل شوې اؤ په ټولو اؤ ځانګړې توګه دقبائيلي سيمې په لرې پرتو سيمو حکومتي عملداري بحال کړى شوې ده.

پوځي بيان کې وئيل شوي دي چې جون ٢٠١٤م راهسې ضرب عضب عملياتو کې دشمالي وزيرستان څلور زره درې سوه اؤ څلور کلو ميټره سيمه دترهه ګرو څخه پاکه کړل شوې ده، سختو سيمو کې دانتهائي سخت موسم باوجود هم عمليات دوامداره ساتل شوي، دغه عمليات په نهه زره فټه لوړو سيمو کې هم ترسره شوي، مانا، ګرباز، لټاکا، اينځس کاس، مغراتائي څخه دترهه ګرو لويې لويې ځالې تباه کړل شوي اؤ دترهه ګرو دځالو څخه په لويې مقدار کې وسله اؤ بارودي مواد هم ترلاسه شوي دي.

دائي ايس پي ار ترمخه دشوال دعملياتو وروستى پړاؤ سږکال دفرورۍ مياشت کې پيل کړل شوى ؤ اؤ سيمې څخه دترهه ګرو مهمې ځالې ختمې کړل شوي دي، دافغان پولې ترڅګ داخري ځالې خالي کولو لپاره هلې ځلې روانې دي.

دپوځ دعامه اړيکو دڅانګې ترمخه لمړي اؤ دوهم پړاؤ کې دشمالي وزيرستان ٩٤ پرمختيائي منصوبې مکمل شوي اؤ شمالي ته ٣٦ فيصده کډوال ستانۀ شوي هم دي اؤ ددې ترڅنګ ١٥٣ منصوبو کار هم روان دى.

XS
SM
MD
LG