لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خيبرپښتونخوا اؤ ګلګت بلتسان کې دبارانونو له امله تباهي،40 مړه


 دسرچينو ترمخه دچارسدې دشبقدر په چلماري سيمه کې ديو کور دچت دراپريوتو په نتيجه کې يوه ماشومه مړۀ شوې اؤ مور اؤ ورور يې سخت ژوبل شوي دي.
دسرچينو ترمخه دچارسدې دشبقدر په چلماري سيمه کې ديو کور دچت دراپريوتو په نتيجه کې يوه ماشومه مړۀ شوې اؤ مور اؤ ورور يې سخت ژوبل شوي دي.

دپاکستان خيبرپښتونخوا اؤ ګلګت بلتستان کې دسختو بارانونو له امله دکورونو دپريوتو په نتيجه کې دښځو اؤ ماشومانو په ګډون لږ ترلږه ٤٠ کسان وژل شوي اؤ ګڼ شمير نور ژوبل شوي دي.

دسرچينو ترمخه دچارسدې دشبقدر په چلماري سيمه کې ديو کور دچت دراپريوتو په نتيجه کې يوه ماشومه مړۀ شوې اؤ مور اؤ ورور يې سخت ژوبل شوي دي.

بالا کوټ کې هم ديو کور دچت راپريوتو په نتيجه کې يو تن مړ شوى، دبټګرام شملا ئي سيمه کې دکور دچت پريوتو په نتيجه کې يوه زنانه مړۀ شوې ده، شانګله کې دخاورې دګټ دپريوتو په نتيجه کې دوه کورونه تباه شوي چې پکې درې کسان مړۀ شوي دي.

دسوات په بيلا بيلو سيمو کې دسختو بارانونو له امله سيلابي اوبو کې ددوؤ ښځو په ګډون درې کسان لاهو شوي اؤ دکبل په کلاګۍ سيمه کې سختې اوبه جمع شوي دي، دبحرين سيمه کې هم دبارانونو له امله درابطې دپل دلاهو کيدو اطلاع ده، دسوات سينده کې دسختو بارانونو څخه وروستو دلوړې درجې سيلاب راغلى اؤسرښار پيښور کې هم دتيرې شپې راهسې دسختو بارانونو وريدو په نتيجه کې زياتره سړکونه اؤ کوڅې داوبو څخه ډکې شوي دي.

شانګله کې هم په دوؤ کورونو دغرۀ څخه دخاورو ګټ ورپريوتى چې په نتيجه کې يې يوه خواښې، اينګور اؤ يو ماشوم مړ شوى اؤ شپږ کسان ژوبل شوي دي.

دچترال ټينک شين سيمه کې په يو کور دخاورې دګټ دورپريوتو په نتيجه کې پينځه کسان ژوبل شوي اؤ لويه لاره شاهراه قراقرم په ګڼو مقاماتو بنده شوې ده.

ګلګت بلتستان کې هم دسختو بارانونو په وجه دچلاس په جچن سيمه کې دکور دچت راپريوتو له امله ديوې کورنۍ څلور کسان مړۀ شي اؤ دوه نور ژوبل شوي دي، مړو شوؤ کې پلار ، زوې اؤ دوه لوڼه شامل دي.

دچترال په ټهينک ين سيمه کې هم په يو کور دغرۀ دګټ راپريوتو په نتيجه کې پينځه کسان ژوبل شوي دي.

دکوهستان په پالس سيمه کې داسماني تندر راپريوتو په نتيجه کې ديوې کورنۍ پينځه کسان مړۀ شوي اؤ دوه نور ژوبل شوي دي.

دبټګرام په شملا ئى سيمه کې ديور کور دچت دراپريوتو په نتيجه کې دښځې په ګډون دوه کسان مړۀ شوي دي.

دافتونو په مهال دمرستې صوبائي ادارې (پي ډي ايم اى) خيبرپښتونخوا کې دبارانونو له امله مختلفو پيښو کې د٣٦ؤ کسانو دمړينې پخلى کړى اؤ وئيل يې دي چې دبارانونو په وجه اووۀ کورونه هم تباه شوي دي.

دپي ډي ايم اى ترمخه امدادي هلې ځلې پيل کړل شوي اؤ دتباهۍ اندازه لګولى شي.

دموسمياتو دمحکمې ترمخه ملاکنډ، هزاره ډويژن، ګلګت بلتستان، پاکستاني کشمير، اسلام اباد اؤ دپيښور پشمول دملک مختلفو ښارونو کې دباران اؤ برنو سيمو کې دواورې دوريدو امکان دى.

دصوبائي ډيزاسټرمنيجمنټ ايجنسۍ وياند خبري ادارې اى ايف پي ته وئيلي دي بارانونه دخالي په شپه پيل شوي.

دخيبرپښتونخوا حکومت وياند مشتاق غني وئيلي دي چې حکومت امدادې هلې ځلې شروع کړي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG