لاس رسیدونکی لینک

قبائيلي سيمې به بيا ودانولى شي،جنرل راحيل


غونډه کې دترهه ګرو په ضد دروانو عملياتو،دترهه ګرۍ دمخنيوي په قومي تګلاره دعمل درامد، امن وامان دصورتحال اؤ دتندلارو په ضد دروانو عملياتو په نتيجه کې دبې کوره شوؤ خلکو خپلو کورونو ته په ستنولو اؤ بحالۍ غور شوى دى.

دپيښور په کورهيډکوارټرز کې دخيبرپښتونخوا دايپکس کميټۍ يوه مهمه غونډه ترسره شوې چې پکې دطالبانو په ضد دعملياتو له امله دبې کوره شوؤ خلکو دبحالۍ اؤ ملک دمجموعي امنيتي صورتحال جاج اخستل شوى دى.

پيښور کې دغه غونډه يوه اوونۍ وروستو له هغې ترسره شوې چې دپاکستان دپنجاب صوبې سرښار لاهور کې دتيراتوار په ورځ يوه خونړۍ خودکش حمله کې دښځو اؤ ماشومانو په ګډون د٧٠ؤ څخه زيات کسان وژل شوي وؤ اؤ د٣٠٠ؤ څخه زيات نور ژوبل شوي وؤ.

دلاهور دحملې څخه وروستو دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف جي ايچ کيو کې دعسکري مشرانو ديوې غونډې په مهال خفيه ادارو ته دغه حمله کې دککړو کسانو دلټولو اؤ دهغوي په ضد دګامونو اخستو امر کړى ؤ اؤ وروستو دپاکستان پوځ وئيلي وؤ چې دپنجاب صوبې بيلا بيلو سيمو کې دخفيه ادارو لخوا ترسره شوؤ عملياتو کې ګڼ شمير شکمن ترهه ګر نيول شوي دي.

دپاکستاني پوځ دعامه اړيکو دڅانګې ائي ايس پي ار ترمخه کورهيډکوارټر پيښور کې دايپکس کميټۍ ترسره شوې غونډه کې دپاکستاني پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف، دپيښور کورکمانډر ليفټننټ جنرل هدايت الرحمان، دخفيه ادارې ائي ايس ائي مشر ليفټننټ جنرل رضوان اختر، دخيبرپښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جهګړا، وزيراعلي پرويز خټک اؤ نورو لوړپوړو عسکري مشرانو ګډون کړى دى.

غونډه کې دترهه ګرو په ضد دروانو عملياتو،دترهه ګرۍ دمخنيوي په قومي تګلاره دعمل درامد، امن وامان دصورتحال اؤ دتندلارو په ضد دروانو عملياتو په نتيجه کې دبې کوره شوؤ خلکو خپلو کورونو ته په ستنولو اؤ بحالۍ غور شوى دى.

غونډې ته دوينا په مهال دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف وويل دصوبې اولس ترهه ګر نۀ يواځې دا چې يواځېکړي بلکې دخيبرپښتونخوا اؤ قبائيلي سيمو اولس ترهه ګر په شاهم تمبولي دي اؤ قبائيل دترهه ګرو په ضد په مضبوطې ارادې سره ولاړ دي.

دائي ايس پي ار ترمخه داپيکس کميټۍ غونډه کې خيبرپښتونخوا کې دخفيه معلوماتو په اساس دکيدونکو کارروائيو ، دبې کوره شوؤ خلکو دواپسۍ اؤ تورخم دپولې دانتظاماتو جاج واخستل شو.

غونډه کې پريکړه شوې ده چې پاکستاني ساحه کې دمواصلاتو کومې غيرقانوني ستنې لګيدلي دا به بندولى شي.

دغه پريکړه دپاکستان اؤ افغانستان دګډې سرحدي سيمې څخه دپيښور اوسيدونکو ته دافغان موبائيل سمونو له لارې دقلنګ اخستو په غرض دټيلي فونونو دراتللو دپيښو په تناظر کې شوې ده.

غونډه کې دشمالي وزيرستان شوال سيمه کې دترهه ګرو په ضد دروانو عملياتو په اخري پړاؤ اؤ دخفيه اطلاعاتو په اساس په کيدونکو کارروائيو داطمينان څرګندونه وشوه.

دپوځ سرلښکر قبائيلو له باور ورکړو چې قبائيلي سيمه به بيا ودانولى شي.

غونډه کې دافغانستان سره دلګيدلې تورخم دګډې پولې په ګډون دتګ راتګ دانتظام دنور ښه کولو په چارو غور وشو اؤ پريکړه وشوه چې په پوله به دانتظاماتو ښه کولو لړ کې ګامونه اخستل کيږي.

غونډه کې پريکړه وشوه چې دافغان سيمونو په ذريعه دپيښور اوسيدونکو ته دقلنګ اخستو په غرض ددړکو کوم کالونه کيږي دهغې دمخنيوي لپاره به يو هيئت دکابل سفر کوي اؤ افغان چارواکو سره به په دغه ستونزه خبرې کوي.

دپوځي وياند ترمخه دقبائيلي سيمو شمالي اؤ جنوبي وزيرستان څخه بې کوره شوي ٥٢ فيصده خلک خپلو کورونو ته ستانۀ شوي دي، هغوي څخه ٣٦ فيصده شمالي اؤ ١٩ فيصده جنوبي وزيرستان ته ستانۀ شوي دي.

دپاکستان پوځ دکال ٢٠١٤م دجون په مياشت کې شمالي وزيرستان کې دتندلارو په ضد عمليات پيل کړي وؤ چې پکې يې تر دې مهاله د٣٤٠٠ؤ څخه دزياتو ترهه ګرو دوژلو اؤ دهغوي دسلګونو ځالو دتباه کولو دعوه کړې خو سيمې پورې ميډيا رسد نۀ لري چې دې امله په ازادانه توګه دغو عملياتو کې دواړو خواؤ ته داوښتې مرګ ژوبلې پخلى نۀ شي کيدى.

XS
SM
MD
LG