لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکائي ډرون حمله کې دالشباب مهم مشر وژل شوى


 هغه وويل په داسې حال کې چې مونږ لا اوس هم ددغه کارروايۍ نتيجې معلوموؤ دجګړې دميدان څخه ددهور لرې کيدل به دالشباب داپريشنل منصوبه بندۍ اؤحملو ترسره کولو دتوان لپاره يوه ستره ضربه وي.
هغه وويل په داسې حال کې چې مونږ لا اوس هم ددغه کارروايۍ نتيجې معلوموؤ دجګړې دميدان څخه ددهور لرې کيدل به دالشباب داپريشنل منصوبه بندۍ اؤحملو ترسره کولو دتوان لپاره يوه ستره ضربه وي.

دجمعې په ورځ يو امريکائي چارواکي وئيلي دي چې صوماليه کې ديوې بې پائيلټه الوتکې حمله کې دتندروه ډلې الشباب يو سينئر غړى وژل شوى دى.

دصوماليې دچارواکو ترمخه دحملې ښکار شوي تن حسن علي دهور الشباب دوژونکو ديوې ډلې مشري کوله، هغه تيرکال دصوماليه حکومت دالشباب دهاغو ١٢ؤ زياتو مطلوبو کسانو په فهرست کې شامل کړى ؤ چې موغاديشو کې حملو کې ککړ وؤ.

پينټاګون کې پريس سيکرټري پيټر کُک پخلى کړى دې چې امريکا دزيارت په ورځ دصوماليې دځواکونو په مرسته دغه کارروائي ترسره کړې ده، هغه وئيلي دي چې دهور له دې وړاندې دهاغو حملو منصوبه بندي اؤ مشري کړې وه چې پکې لږ ترلږه درې امريکائي وګړي وژل شوي وؤ اؤ دختيز افريقې هيواد کې پرې دنورو حملو دمنصوبه بندۍ شک هم ؤ.

هغه وويل په داسې حال کې چې مونږ لا اوس هم ددغه کارروايۍ نتيجې معلوموؤ دجګړې دميدان څخه ددهور لرې کيدل به دالشباب داپريشنل منصوبه بندۍ اؤحملو ترسره کولو دتوان لپاره يوه ستره ضربه وي.

باور کيږي چې دصوماليه جنګيالي دالقاعده دترهه ګريز نيټ ورک سره تړلي دي، هغوي دکينيا ترڅنګ په ټوله صوبه کې حملې ترسره کړي.

دصوماليه دپوځ مرستيال کمانډر جنرال علي بيشى خبريالانو ته وئيلي دي چې دصوماليه کمانډوز چې دالشباب دکنټرول لاندې سيمو کې فعاليت کوي، هغوي ددهور پيژندګلو کړې وه، هغه وويل دا يو کامياب اپريشن ؤ اؤ جاري به وي.

دوائس اف امريکا دصومالي سروس سره يوه مرکه کې هغه وويل چې دهور ټيراټورو کلي کې ديوې جګړې په مهال صومالي ځواکونو سره ووژل شو چې پکې دامريکائي عسکري پوهانو مرسته کارول شوې ده.

دامريکائي چارواکو دراپور برعکس دصوماليه دغه جنرال وويل دا نۀ ده په ډاګه چې دهور دډرون په حمله کې اؤ که په ډزو وژل شوى، ددهور ترڅنګ دوه نوري صومالي جنګيالي هم وژل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG