لاس رسیدونکی لینک

دچين لخوا په مسعود اظهر دبنديز لګيدو دمخې په نيولو دهند احتجاج


دخبري ادارې ايسوسي ايټډ پريس ترمخه دهند دخارجه وزارت وياند وکاس سوراپ دمسعود اظهر دنوم دترهه ګرو فهرست کې دشاملولو دهڅې په مخنيوي احتجاج کړى دى.

دهندي فضائيې په يوه اډه دحملې څخه وروستو دهند لخوا دملګرو ملتونو بليک لسټ کې دتندروه ډلې جيش محمد دمشر مسعود اظهر دنوم دشاملولو دوړانديز دچين له اړخه دمخې دنيولو په ګام احتجاج کړى دى.

دخبري ادارې ايسوسي ايټډ پريس ترمخه دهند دخارجه وزارت وياند وکاس سوراپ دمسعود اظهر دنوم دترهه ګرو فهرست کې دشاملولو دهڅې په مخنيوي احتجاج کړى دى.

دايسوسي ايټډ پريس ترمخه وکاس واشنګټن کې دجوهري سلامتۍ په اړه دکانفرنس په موقع په يو بيل مقام شوؤ خبرو کې وويل دمسعود اظهر دنوم دترهه ګرو فهرست کې دنۀ شاملولو معامله دپوهې څخه بالا ده.

خو دچين لخوا په باضابطه توګه دا نۀ دي وئيل شوي چې دمسعود اظهر دنوم دترهه ګرو فهرست کې دشاملولو دتجويز مخالفت يې کړى اؤ په دغه اړه دهند دبل ګاونډي رقيب هيواد پاکستان لخوا هم تر دې مهاله څه نۀ دي وئيل شوي.

دميډيا راپورونو ترمخه په شخصياتو دبنديزونو لګولو دملګرو ملتونو دامنيتي شورا کميټۍ ته دچين له اړخه وئيل شوي وؤ چې په مسعود اظهر دې دبنديز په اړه تجويز وځنډوي.

دچين دخارجه وزارت وياند بيجنګ کې دجمعې په ورځ ديو مطبوعاتي کانفرنس په مهال وئيل شوي وؤ چې دترهه ګرۍ دمخنيوي نړيوالو هڅو کې بيجنګ فعاله اؤ مضبوط کردار ادا کوي.

دچين دخارجه وزارت دوياند ترمخه دامنيتي شورا دکميټۍ له اړخه په شخصياتو دبنديزونو په اړه دفهرست لړ کې بيجنګ دامنيتي شورا دقراردادونو اؤ قواعدو ترمخه دحقيقتونو په بنياد ګامونه اخلي اؤ دې لړ کې چين داړونده فريقينو سره رابطه کې دى.

پاکستان کې يو تجزيه کار حسن عسکري دوائس اف امريکا اردو څانګې ته وئيلي دي دا به ښه وى که پاکستان اؤ هند په ګډه دمسعود اظهر معامله حل کړى وى.

دهغه په قول کله چې دهند له لوري دغه معامله نړيواله کچه راپورته کړى شوه نو پاکستان چين سره دخپلو اړيکو په استعمالولو سره ددې مخه ونيوله.

دحسن عسکري وينا وه کله چې هند دغه معامله په نړيواله کچه راپورته کوي نو پاکسان هم دکشمير شخړه دنړيوالې ورورولۍ په وړاندې راپورته کوي.

هند کې دجواهر لعل نهرو پوهنتون سره تړلي پروفيسر سوارن سنګهـ وئيلي دي چې ترهه ګري يواځې ددوؤ هيوادونو يا ديوې سيمې مسئله نۀ ده اؤ دهغه په قول هم له دې امله هند دغه معامله ملګرو ملتونو ته يوړه.

هند دريځ لري چې سږکال دجنورۍ په مياشت کې دهغوي په پټهان کوټ ښار کې دهندي فضائيې په اډه شوې حمله کې دجيش محمد سره تړلي جنګيالي ککړ وؤ.

دپټهان کوټ دحملې پلټنو لپاره دپاکستان يوې پينځه کسيزې پلټنيزې ډلې دهند دوره کړې ده.

XS
SM
MD
LG