لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اورکزوايجنسي : دسکرو درنګ کې چاؤدنې پينځه خواري کښ وژلي


 دميډيا راپورونه وائي داورکزو ايجنسۍ ډولۍ سيمه کې دسکرو يو درنګ کې دګيس ډکيدو له امله درنه چاؤدنه وشوه چې په نتيجه کې يې ددغه درنګ يوه برخه کښيناسته.
دميډيا راپورونه وائي داورکزو ايجنسۍ ډولۍ سيمه کې دسکرو يو درنګ کې دګيس ډکيدو له امله درنه چاؤدنه وشوه چې په نتيجه کې يې ددغه درنګ يوه برخه کښيناسته.

دپاکستان قبائيلي سيمې اورکزو ايجنسۍ کې دسکرو يو درنګ کې دشوې چاؤدنې له امله پينځه خواري کښ وژل شوي دي.

دميډيا راپورونه وائي داورکزو ايجنسۍ ډولۍ سيمه کې دسکرو يو درنګ کې دګيس ډکيدو له امله درنه چاؤدنه وشوه چې په نتيجه کې يې ددغه درنګ يوه برخه کښيناسته.

دچاؤدنې په نتيجه کې خواؤشا ١٠ خواري کښ دملبې لاندې شول ، دهغوي څخه پينځوؤ په موقع ساه ورکړه اؤ پينځه خواري کښ دعلاج لپاره هسپتال ته ورسولى شول.

سرچينې وائي چې دسکرو درنګ کې دوژل شوؤ زياترو دغو خواري کښو تعلق دخيبرپښتونخوا دشانګلې دسپرګو سيمې سره دى.

اورکزو ايجنسۍ کې په لويې شمير کې دسکرو درنګونه موقعيت لري اؤ دغلته په زرګونو خواري کښ کار کوي.

درې اوونۍ دمخه هم داورکزو ايجنسۍ دسکرو يو درنګ کې چاؤدنه شوې وه چې پکې ٧ خواري کښ وژل شوي وؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG