لاس رسیدونکی لینک

اؤ زه دفرزانې سترګو کې ځلیدونکو ستورو د هغې د زړه تیارو ته کوز کړم !


ما ولیدل چې یوه ماشومه خپل رب سره په جنګ ده اؤ په سلګو سلګو کې ورته شکایت کوي

نه پوهیږم چې دا به زما جنون ؤ ، جمالیاتي ذوق اؤ که د دنیا دلانجو نه د فرار یو ناکام کوشش چې څنګه د ماښام تیاره راخوره شوه نو ما ټوله دنیا پریښوه اؤ د څو شیبو دسکون حاصلولو د پاره نیغ دفرزانې کوټې ته ورغلم.

خو زه بیا پخپل دغه ورتګ ډیر زر پښیمانه شوم ، بیا په ما نه خو دفرزانې په څنګ کې دناستې سینګار شوې ګلالۍ ماشومو اداګانو څه تاثیر کولی شو اؤ نه د ارزو اؤ هغه بلې شین سترګې پستو پستو خبرو .

ما په مخامخ بیډ کې ناستې فرزانې ته مخ ورستون کړو

''فرزانې ستا په ځایې کې زما د خوشحالۍ نصیب نشته ، یو ځل مخکې راغلی وم نو هم په ژړا له دې درشل نه وتلی وم اؤ نن بیا ځان سره اوښکې وړم''

خو د نرم زړه لرونکې فرزانې نن قسم کړی ؤ چې د خپل زړه بړاس به وباسي که څوک ژاړي اؤ که خاندي !

دغه دریم جنس که هر څو انسانانو ته د خوشحالۍ ورکولو درنه بیړه په غاړه اخستې ده خو نن داسې نه ښکاریده چې فرزانه ددغه قبیلې وي اؤ ماته به څه قدرې خوشحالي راکړي

خو زه اصل کې دا غلطي د فرزانې هم نه ګڼم بلکې دا ټوله خبره له هاغه ځایه شروع شوه چې ارزو د فرزانې نه وپوښتل''چاهت چرته ده هن ؟''

''هغه نشته ، نن کلي ته تلې ده''

اؤ دفرزانې ددغه جواب سره سم زما ملګري ناصرداوړ خپله پوښتنه غبرګه کړه''ښه...کلي ته تلی شي ؟''

''تلی چرته شي،د غریبې زړه وچاودو خو دا خو اوس اوس میاشت نیمه مخکې خدایې مهربانه شو اؤ لیڼ یې ټیک شو''

فرزانې ناصر ته ځواب ورکړو اؤ بیا نو خدایې خبر چې دهغې زړه ته څه راغلل چې د عمرونو بړاس ویستو دپاره یې همدغه یوه شیبه غوره وګڼله .

هغې ماته په مړاوؤ سترګو وکتل

"فاروق صیب ته خو شاعر یې زما یو کار به کی""

د فرزانې د خواهش سره سم ما په ټکه ځواب ورکړو ''هن هن حکم کوه''

''ماله به یو نظم لیکې ،داسې نظم چې کله زمونږه کومه ملګرې مړه شي اؤ نورې ملګرې د هغې لیدو دپاره په دروازه ورننوځي اؤ دهغې مړي ته چې کومې ساندې وایي اؤ کوم افسوس کوي هاغه احساس به راله په لفظونو کې راګیروې''

فرزانې چې ماته خپله دغه مدعا وویله نو ما ترې وپوښتل ډیر خفګان وي په هاغه موقعه ؟

''خفګان که زړونه مو چوي ، ټول عمر راله زمانې دکهـ اؤ تکلیفونه راکړي وي، دخپل مور پلار، وروڼو خویندو مینه پسې ړندې یو ، چې بیا مړې شو نو بې اسرې پرتې یو ، نه مو مور په مړي ویر وکړي ، نه پلار ، نه رور نه خور اؤ....''

اؤ بیا که فرزانې ډیرې قیصې وکړې چې دهغې خور پخپلو اخري سلګو کې هم د فرزانې نوم اخستو اؤ زمانې هغه د خپلې خور په مړینه دهغې مخ ته اوښکو څڅولو ته هم پرې نه ښوده خو زه بیا ورک وم ،بیا دفرزانې په شونډو د وړاندې لفظونو ضرورت هم پاتې نه ؤ، ما د هغې درد هم احساس کړو اؤ د هغې په سترګو کې دځلیدونکو ستورو په رڼا کې د هغې د زړه تیارو ته هم ورکوز شوم .

په دغو تیارو کې ما ولیدل چې د کائناتو رب سره یوه وړه ماشومه په جنګ ده، خپل موټی د اوښکو نه په ډکو سترګو کې وهي‌ اؤ په سلګو سلګو کې خپل لویې رب ته شکایت کوي''ای د کائناتو خالقه ! تا ماله د اشرف المخلوقات لویه درجه راکړه ، پریمانه حسن دې راکړو، دمینې ډک زړه دې راکړو ،په دغه زړه کې دې راله احساس واچولو خو خدایه زما دا هیڅ نه دي پکار ، زه ویم کاش !!!کاش خدایه چې تا ماله ددې هر څه په ځایې یوارې دا اختیار اؤ طاقت راکړی وی چې کله تا زما دې ښکلي وجود ته روح رادننه کولو اؤ ما په دغه وخت د خپل وجود دروازې دغه روح ته داسې کلکې تړلې وې لکه نن چې ما پسې ستا انسانانو د خپلو کورونو دروازې تړلي دي''

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲۵ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي.

     

XS
SM
MD
LG