لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جوهري کانفرنس کې زيات پام شمالي کوريا اؤ داعش ته اړول شوى


صدراوباما وئيلي دي امريکا اؤ چين پريکړه کړې ده چې شمالي کوريا به مستقبل کې دميزائيل تجربو څخه منعې کوي.
صدراوباما وئيلي دي امريکا اؤ چين پريکړه کړې ده چې شمالي کوريا به مستقبل کې دميزائيل تجربو څخه منعې کوي.

دامريکا صدر براک اوباما وئيلي دي دبرسلز په ګډون دنړۍ بيلا بيلو سيمو کې دحملو څخه وروستو نۀ يواځې جوهري معاملې بلکې په عمومي توګه دترهه ګرۍ خاتمې ته هم دپام ګرځولو ضرورت دى.

امريکائي صدر دغه څرګندونې واشنګټن کې دجوهري کانفرنس په مهال کړي دي.

صدراوباما وئيلي دي امريکا اؤ چين پريکړه کړې ده چې شمالي کوريا به مستقبل کې دميزائيل تجربو څخه منعې کوي.

دچين صدر شي جنپنګ سره ليدنه کې واشنګټن کې دليدنې په مهال دشمالي کوريا دميزائيل په تجربه خبرې اترې وشوې.

دچين خارجه وزير جينګ زيګوانګ وئيلي دي چې دواړو مشرانو په بيلا بيلو معاملو خبرې اترې کړي اؤ دهغوي دغه ليدنه ګټوره وه.

صدر شي جنپنګ دکانفرنس څخه دمخه وئيلي هغوي د شمالي کوريا اؤ نورو سيمه ييزو اؤ نړيوالو ستونزو په اړه خبرې اترې اؤ تماس غزول غواړي.

دزيارت په ورځ سپينه ماڼۍ کې دميلمستيا په مهال دشريکو ځينو نړيوالو مشرانو تعلق دداسې هيوادونو سره ؤ چې نيغ په نيغه دترهه ګرۍ څخه اغيزمن شوي دي.

دزيارت په ورځ صدر اوباما نړيوالو مشرانو سره ليدنې کړي دي.

هغه دجنوبي کوريا صدر پارک ګيون هئ اؤ وزيراعظم شينزو ايبى سره ليدنې کړي،شنزو ايبى دشمالي کوريا له لوري جنورۍ کې په ترسره کړو جوهري تجربو اؤ فرورۍ کې داوږدې فاصلې پورې دوار کوونکي ميزائيل خلا ته په ليږلو خبرې وکړې.

دواشنګټن پوسټ درايې په يو ارټيکل کې صدر اوباما وئيلي دي چې نړيوال طاقتونه به دداعش پشان دترهه ګريزو ډلو څخه دپيښو خطرو مخه نيسي.

صدر اوباما وئيلي دي چې دهغوي دترهه ګرۍ دمخنيوي دهلو ځلو دجاج اخستو لپاره به هغوي دخپلو ائتلافيانو اؤ شراکت دارانو سره شرکت کوي ترڅو دنړۍ تر ټولو خطرناک نيټ ورکونه دنړۍ دترټولو خطرناکو وسلو ترلاسه کولو څخه منعې کړل شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG