لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دترهه ګرو دمرستې له امله په څلورو کسانو اؤ دوؤ تنظيمونو بنديز


 دخزانې دمحکمې ترمخه ميک لينټوک دخپل تنظيم له لارې په شکمنه توګه افغان يتيمانو ماشومانو ته مرستې ورکړي اؤ کونړ ولايت کې يې دطالبانو عسکري هلو ځلو لپاره هم پيسې ورکړي دي.
دخزانې دمحکمې ترمخه ميک لينټوک دخپل تنظيم له لارې په شکمنه توګه افغان يتيمانو ماشومانو ته مرستې ورکړي اؤ کونړ ولايت کې يې دطالبانو عسکري هلو ځلو لپاره هم پيسې ورکړي دي.

امريکا اؤ سعودي عرب په څلورو کسانو اؤ دوؤ تنظيمونو په شکمنه توګه ترهه ګرو لپاره دمالي وسيلو دورکړې له امله بنديزونه لګولي دي.

دامريکا دخزانې دمحکمې ديو بيان ترمخه جيمز ايلګزينډر ميک لينټوک نومې يو شخص اؤ پاکستان کې دهغه په تنظيم الرحمه ويلفئير ارګنائزيشن هم بنديز لګول شوى اؤ دمحکمې ترمخه دغه دخيرښيګړې تنظيم ديتيمانو ماشومانو دمدد په جامه کې دالقاعده، طالبانو، لشکرطيبې اؤ نورو افغان تندلارو ډلو ته مالي مرستې ورکوي.

دخزانې دمحکمې ترمخه ميک لينټوک دخپل تنظيم له لارې په شکمنه توګه افغان يتيمانو ماشومانو ته مرستې ورکړي اؤ کونړ ولايت کې يې دطالبانو عسکري هلو ځلو لپاره هم پيسې ورکړي دي.

دغه شخص داپريل کال ٢٠١١ء اؤ اپريل ٢٠١٢م ترمينځ برطانيه کې دخيرات ورکوونکو څخه يو لک اؤ اتيا زره ډالر وصول کړي اؤ ددې ترڅنګ يې دخليجي رياستونو دخيراتي ادارو څخه هم پيسې ترلاسه کړي دي.

په ميک لينټوک دا شک هم دى چې هغه افغانستان کې تندلارو لپاره په غيرقانوني توګه دپيسو دمنتقلۍ ترڅنګ د پاکستان اؤ افغانستان ترمينځ دکورنو جوړيدونکو بمونو پرزې هم سمګل کړي دي.

په کومو کسانو چې بنديز لګول شوى هغوي کې عبدالعزيز نورستاني اؤ پيښور کې دهغه مدرسه جامعه عصريه هم شامل ده اؤ په هغه دترهه ګرو دملاتړ اؤ دطالب علمانو دعسکري جنګيالو جوړولو لپاره دبهتۍ شک هم دى.

په کومو نورو دوؤ کسانو چې بنديزونه لګول شوي هغوي کې نويد قمر اؤ محمد اعجاز سفارش هم شامل دي.

دامريکا دخزانې دمحکمې ترمخه نويد قمر په شکمنه توګه لشکرطيبه کې په ګڼو مهمو عهدو دپاتې کيدو ترڅنګ يو تربيتي کيمپ هم چلولى اؤ کراچۍ سره دتعلق لرونکو تندروه کمانډرانو دڅارنې اؤ ترهه ګريزې ډلې لپاهر دپيسو جمع کولو کې په مرستې ورکولو هم ککړ دى.

محمد اعجاز سفارش هم تر څو کلونو په شکمنه توګه لشکرطيبې سره تړلى پاتې شوى اؤ دسفري دستاويزاتو ترلاسه کولو اؤ سعودي عرب کې يې دپيسو منتقلۍ کې مرسته ورکوله.

دخزانې محکمې دغه ټول کسان اؤ تنظيمونه دنړيوالو ترهه ګرو په ځانګړي فهرست کې شامل کړي اؤ ددغه ګام څخه وروستو امريکا کې دهغوي ټولې اثاثې منجمد شوي اؤ دامريکايانو سره دهغوي په څه رقم لين دين بنديز لګول شوى.

سعودي عرب هم په دغو کسانو اؤ تنظيمونو دغه رقم بنديزونه لګولي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG