لاس رسیدونکی لینک

دپاکستان جوهري اثاثې خوندي دي،اعزازچوهدري


دغه څرګندونې هغه دامريکا پلازمينه واشنګټن کې دجوهري سلامتۍ دسرمشريزې غونډې دپيل کيدو په مهال ميډيا ته دحال احوال تيرولو په وخت کړې ده.

دپاکستان خارجه سکتر اعزاز احمدچوهدري وئيلي دي چې دپاکستان جوهري اثاثې اؤ مواد بيخي خوندي دي اؤ ورته هيڅ رقم خطره نشته.

نړيوال طاقتونه پاکستان کې دجوهري موادو اؤ تنصيباتو دتحفظ لړ کې دانديښنې څرګندونه کوي ، چرته چې داتوار په ورځ لاهور ښار کې يو خونړي ځانمرګي بريد کې د٧٠ؤ څخه زيات کسان وژل شوي وؤ.

خو دپاکستان حکومت وخت په وخت په ډاګه کړې چې ايټمي وسلې يې خوندي دي اؤ دې لړ کې دانديښنې کولو ضرورت نشته.

برسلز کې په ٢٢م مارچ دترسره شوؤ ترهه ګريزو حملو څخه وروستو امريکا اؤ نور نړيوال طاقتونه دجوهري موادو اؤ تنصيباتو حفاظت ته دپام ګرځولو زيات ضرورت محسوسوي.

دغه څرګندونې هغه دامريکا پلازمينه واشنګټن کې دجوهري سلامتۍ دسرمشريزې غونډې دپيل کيدو په مهال ميډيا ته دحال احوال تيرولو په وخت کړې ده.

هغه واضحه کړه چې که هر څو وزيراعظم نوازشريف دې غونډه کې ګډون نۀ کوي دهغه د ځانګړى مرستيال طارق فاطمي په مشرۍ کې به هيئت بيلا بيلو غونډو کې کوټلې طريقې سره دپاکستان دريځ وړاندې کوي.

امريکا کې دپاکستان سفارت کې دخبريالانو پوښتنو ته دځواب وئيلو په مهال هغه وويل دپاکستان جوهري اثاثې اؤ تنصيبات نۀ يواځې دا چې محفوظ دي بلکې نړۍ يې هم خوندي ګڼي.

هغه وويل” نړۍ کې جوهري موادو اؤ جوهري تنصيباتو کې ګڼې حادثې اؤ پيښې رامينځته شوي خو پاکستان کې داسې هيڅ نۀ دي شوي“

هغه وويل دجوهري وسلو اؤ تنصيباتو تحفظ دپاکستان قومي ذمه واري ده اؤ نيشنل کمانډ اتهارټي دې لړ کې دانتظاماتو جاج اخلي اؤ دضرورت مطابق ګامونه هم اخلي.

هغه وويل پاکستان کې دخپلو تنصيباتو اؤ اثاثو سلامتي په سنجيدګۍ سره اخلي اؤ چاته دې لړ کې انديښنه نۀ ده پکار.

اعزاز چوهدري وويل دپاکستان ايټمي اثاثې دپاکستان ددفاع اؤ جنګ دمخنيوي لپاره دي.

XS
SM
MD
LG