لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ختيځ يورپ کې د امريکايي پوځ زياتولو پرېکړه شوې


يورپ کې د امريکې کمان وئيلي چې د پوځ د دغه شمېرې په ځايې کېدو سره به يورپ کې د امريکې د پوځ موجودګي په درېو بريګېډو مشتمله شي
يورپ کې د امريکې کمان وئيلي چې د پوځ د دغه شمېرې په ځايې کېدو سره به يورپ کې د امريکې د پوځ موجودګي په درېو بريګېډو مشتمله شي

امريکايي چارواکو وئيلي دي چې امريکا په ختيځ يورپ کې موجود د خپل پوځ شمېرې زياتولو اراده لري .

پېنټاګون د راتلونکي کال د فرورۍ مياشتې څخه د روس نه خطره محسوسوؤنکو خپلو اتحاديانو د اعتماد په ځايې ساتلو دپاره د روانو هڅو په لړ کې د ختيځ يورپ په پوله د مکمل سازوسامان نه لېس يو جنګي ارمر بريګيډ په ځايې کوي .

يورپ کې د امريکې کمان وئيلي چې د پوځ د دغه شمېرې په ځايې کېدو سره به يورپ کې د امريکې د پوځ موجودګي په درېو بريګېډو مشتمله شي او دويې به هر نهه مياشتې پس بدلولی شي . او دويې به په اېسټونيا، ليټويا، ليتهونيا، پولېنډ، رومانيه، بلغاريه او هنګري کې پوځي مشقونه کوي .

يورپ کې په مستقل توګه د موجودو پوځې عسکرو شمېره ۶۲ زره ده چې پکې د ۲۵زرو تعلق يواځې د سمندري ځواک سره دی . او د نوي پلان لاندې به څه وخت هم د دغو عسکرو شمېره ۲۹زره دوه سوه ته رسېدی شي .

په يورپ کې د امرېکې کمان مشر جنرال فلپ بريډلو وئيلي چې د اضافي ځواک په ځايې کېدو وروستو به د امريکې اتحاديان اکثر د نوؤ سامانونو لېس يو ارمر بريګيډ په خپلو ملکونو کې موجود ګوري .

پوځ وئيلي چې په يورپ کې کاريدونکی موجوده سازوسامان به په بيلجيئم، نېډرلېنډ او جرمني کې محفوظ کولی شي او دا به د ضرورت په وخت اضافي قوت ورکوي .

د سوړ جنګ د خاتمې نه پس دا لمړی ځل دی چې په دومره لويه شمېره کې به يورپ کې امريکې مسلح پوځ موجود وي . دا ګام تېر کال د پېنټاګون لخوا د ورکړل شوؤ وړاندېزونو لاندې عملي کولی شي د دې د لارې د امريکا د پوځ دفاعي توان سېوا کول او روس ته دا پېغام ورکول دي چې د اتحاديانو په ضد هيڅ قسمه کارروايي ورته د قبلولو نه ده .

د روس لخوا په کال ۲۰۱۴م کې د يوکرين په کريميا علاقه باندې قبضه او د بمبار الوتکو پروازونه يې د نېټو په اتحاديانو کې د اندېښنې وړ ګرځېدلي دي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG