لاس رسیدونکی لینک

اسلام اباد: دحکومت اؤ مظاهرينو ترمينځ مذاکرات کامياب، احتجاج ختم


داتوار په ورځ اسلام اباد په زرګونو مظاهرينو مارچ کړى ؤ، دامنيتي ځواکونو سره يې نښتې کړې وې اؤ وروستو يې اسلام اباد کې دمرکزي حکومتي ودانو څخه بهر احتجاج دوامداره وساتلو.

اسلام اباد کې دپارلمان مخې ته دتيرو څلورو ورځو راهسې په احتجاج دبوختو مظاهرينو دمشرانو اؤ حکومتي استازو ترمينځ دمذاکراتو دکاميابيدو څخه وروستو ددغه احتجاج دختمولو اعلان شوى دى.

دکورنو چارو وزير چوهدري نثار علي خان ميډيا سره خبرو کې وئيلي دي چې دوفاقي حکومت لخوا مظاهرينو ته دهغوي دغوښتنو دمنل کيدو باور نۀ دى ورکړى شوى.

چوهدري نثار وويل دماښامې پينځه بجې چې کله دمظاهرينو په ضد کارروايۍ ته غوڅ شکل ورکړى شو نو په دغه مهال دځينو شخصياتو لخوا دمينځګړتوب دغه معامله ترسره شوه.

هغه وويل ددهرنې دختمولو په اړه کومه لوظنامه نۀ ده شوې.

چوهدري نثار وويل کوم مظاهرين چې نيول شوي اؤ په هغوي کې کوم ګډوډي کې ککړ دي دهغوي په ضد به دقانون مطابق کارروائي کولى شي اؤ راتلونکي کې به څوک دپارليمان مخې ته ډي چوک کې دهرنې کولو ته نۀ پريښودل کيږي.

له دې وړاندې دخبري ادارې اى ايف پي ترمخه دپاکستان په پلازمينه اسلام اباد کې ټولو شوؤ مظاهرينو وئيلي وؤ چې هغوي به خپل احتجاج نۀ ختموي اؤ” مرګ ته تيار دي“ اؤ وسله وال ځواکونه دهغوي دلرې کولو لپاره تيار دي.

داتوار په ورځ اسلام اباد په زرګونو مظاهرينو مارچ کړى ؤ، دامنيتي ځواکونو سره يې نښتې کړې وې اؤ وروستو يې اسلام اباد کې دمرکزي حکومتي ودانو څخه بهر احتجاج دوامداره وساتلو.

دغه مظاهرين دممتاز قادري په ملاتړ کې راټول شوي وؤ، ممتاز قادري دپنجاب دپخواني ازادخياله ګورنر سلمان تاثير دوژلو پينځه کاله وروستو سږکال دفرورۍ په مياشت کې تيزندي کړل شوى ؤ، ممتاز قادري سلمان تاثير دپاکستان دمذهب دسپکاوي قوانينو کې دبدلون کولو په غږ وژلى ؤ.

دپاکستان حکومت دغو مظاهرينو ته مهلت ورکړى ؤ چې دنهې په شپه کې دې داسلام اباد څخه اوځي ګنې دشورو په ورځ به يې په ضد اپريشن شروع کړي خو دغو مظاهرينو حکومتي حکم ته هيڅ غوږ نۀ دى ايښى چې له دې وروستو حکومت دغو مظاهرينو ته په دوهم غږ کولو مجبور شو اؤ ورته يې وويل چې دشورو په سحر به دهغوي څخه دسيمې دپاکولو لپاره عمليات کوي.

له دې وړاندې دمظاهرينو مشر اشرف اصف جليلي وئيلي دي چې دهغوي دټولو لسو واړو غوښتنو تر پوره کيدو به ددغه ځايې څخه نۀ اخوا کيږي.

دهغه وينا وه چې” زمونږ کارکوونکي دمرګ لپاره تيار دي، که حکومت کارروائي کوي نو هغوي به تښته نۀ بلکې ګولۍ به خوري، هغوي په وسلو نۀ بلکې په کوتکونو سمبال دي“

دمظاهرينو دکيمپ سره نزدې پوځيان دحکومتي ودانو دتحفظ لپاره دوړاندې څخه تيار ولاړ وؤ.

په پاکستان کې سخت دريځې مذهبي ډلې دپنجاب دپخواني ګورنر سلمان تاثير تيزندي کړل شوى وژونکى ممتاز قادري هيرو ګرځوي اؤ غوښتنه کوي چې ممتاز قادري دې په سرکاري کچه” شهيد“ اؤ دعيسائي ميرمنې آسيه بي بي دتيزندي کولو غوښتنه کوي.

آسيه بي بي دپينځوؤ بچومور ده اؤ دعدالت له لوري ورته دمذهب دسپکاوي په تور دمرګ سزا اورول شوې ده.

څيړونکي په پاکستان کې دممتاز قادري تيزندي کول دمذهبي انتها خوښۍ خلاف دجګړې لړ کې يو مهم ګام ګرځوي، دممتاز قادري تيزندۍ په پاکستان کې عامه رايې په دوؤ برخو کې ويشلې چې پکې يوه برخه خلک دهغه دتيزندۍ خلاف اؤ يوه برخه يې په حق کې دي.

دممتاز قادري په جنازه کې دمذهبي انتها خوښۍ دڅرګندونې په توګه په زرګونو خلکو برخه اخستې وه چې ورسره په پاکستان کې معتدلو مسلمانانو دحيرانتيا څرګندونه کړې وه.

دتيراتوار په ورځ دپنجاب په سرښار لاهور کې دايسټر دتهوار په موقع ترسره شوي ځانمرګي بريد کې په ګڼ شمير کې د عيسايانو وژل کيدل اؤ ددې ترڅنګ په اسلام اباد کې دممتاز قادري دپلوي مظاهرينو لخوا دعيسائي ميرمن آسيه بي بي دتيزندي کولو غوښتنې، په دغه هيواد کې داقليتونو لپاره دمخ په زياتيدونکي عدم تحفظ احساس سيوا کوي.

دال پاکستان اقليتي اتحاد وياند شمون ګل خبري ادارې اى ايف پي ته وئيلي دي چې” چې دا دويرې، غم اؤ ترهې احساس دى“

هغه وويل چې دلاهور چاؤدنې عيسايان په دې احساس کولو مجبور کړي چې يو ځايې هم محفوظ نۀ دى اؤ په اسلام اباد کې دخلکو دراپاريدلو صورتحال خطرناک دى.

هغه وويل چې دغه مظاهرين دآسيه بي بي دژوند لپاره سخته خطره ده اؤ داسې امکان شته چې حکومت به په دې معامله (دهغوي) فشار تسليم کړي.

هغه وويل چې دمذهبي انتهاخوښۍ له امله معتدلو مسلمانانو ته هم تکليف رسيږي اؤ په حکومت يې غږ وکړو چې په دغه اړه دې ډاګيزه تګلاره جوړه کړي.

XS
SM
MD
LG